په تركيه كښې په كال 2016م كښې د ناكام بغاوت په تور نور 33 كسان ګرفتار كړے شول

انقره 14 ستمبر (اے پي پي) په تركيه كښې په كال 2016م كښې د ناكام بغاوت په تور نور 33 كسان ګرفتار كړے شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې د ترك خبرې رسنې ادارې حواله وركولو سره وئيلي دي چې تېره ورځ د ټول هېواد څخه د كال 2016م د ناكام بغاوت په لړ كښې يوې شبكې سره د روابطو په تور كښې 33 كسان ګرفتار كړے شوي دي. په نيول شويو كسانو كښې برطرف او حاضر سروس افسرانو هم شامل دي. په دوي تور لګول شوے چې دوي په امريكا كښې مېشته د ترك عالم فتح الله ګولن په مشرې كښې شبكې سره روابط لرل. د تركيې حكومت د كال 2016م د جولائي په مياشت كښې د ناكام بغاوت تور په فتح الله ګولن او د هغه په شبكه لګولے، په دې ناكام بغاوت كښې 250 كسان وژل شوي وو.