سكس رېډ سنوكر نړيوال كپ به د ستمبر په 17مه نېټه په قطر كښې پېل كېږي

دوحه 14 ستمبر (اے پي پي) د نړيوال سنوكر فېډرېشن تر سيوري لاندې سكس رېډ سنوكر نړيوال كپ به د ستمبر په 17مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه كښې پېل كېږي. په دې نړيوال كپ كښې به د ټولې نړۍ څخه لوبغاړي ګډون كوي. په كپ كښې به د پاكستان نمائندګي بابر مسيح او حارث طاهر كوي. ايونټ به د ستمبر تر 21مه نېټه روان وي