د افغانستان خارجه وزير مولوي امير خان متقي نړيوالې ورورولۍ ته په خاص توګه د روغتيا ، تعلیم او انفراسټرکچر په څانګو كښې د مرستي غږ وكړو ، د مرستي د اعلان هركلے

کابل 14ستمبر (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير مولوي امیر خان متقي نړيوالې ورورولۍ ته په خاص توګه د روغتيا ، تعلیم او انفراسټرکچر په څانګو كښې د مرستي غږ كولو سره وئيلي دي د افغان اولس لپاره د مرستي اعلان کوونكو هېوادونو هركلے كوو، دا مرسته به د افغان بینك د لارې مستحقینو ته رسولې شي، څوك چې د افغانستان څخه تلل غواړي هغوي خپلواكه دي، سرمایه كار دې افغانستان ته راشي بشپړ امنيت به وركولے شي، كومو نړيوالو ادارو چې په افغانستان كښې خپلي پروژي نه دي بشپړې كړي بايد هغوي خپلي پروژي بشپړې كړي، مونږ به ورسره مرسته كوو، پاکستان، قطر او متحدہ عرب امارات په سخت وخت كښې چې د افغانانو كومه مرسته كړې په دې مونږ د هغوي مننه كوو۔ د نهي په ورځ کابل كښې خبري کنفرنس ته ده ووئيل كومو هېوادونو چې افغانستان مرسته كړې د هغوي مننه كوو، جنیوا نړيوال کنفرنس كښې چې كومو هېوادونو د مرستي اعلان كړے مونږ د هغوي هركلے كوو۔ده ووئېل د مرستي كوونكو هېوادونو د اړخه وركړې مرسته به د افغان بینك د لارې مستحقینو ته رسولې شي، هيله لرو چې نړيواله ورورولي به افغانستان له وركړې كېدونكې مرسته د سیاسی عزائمو او مقاصدو سره ونه تړي ۔ مولوی امیر خان متقي ووئيل نړيوالي ورورولۍ ته غږ كوو چې د روغتيا ، تعلیم او ښارونو كښې د انفراسټرکچر څانګو بحالۍ له زمونږ مرسته وكړي۔ د افغانستان عبوري خارجه وزير ووئيل امارت اسلامي د امریکې پشمول د غیرملکیانو د کابل څخه وتلو له بشپړه مرسته كړې۔ده ووئېل د طالبانو د ستائنې په ځاے امریکې زمونږ د قامي اثاثو په منجمند کولو ستونزي راپيدا كړي۔ ده ووئيل د امريكې پشمول بايد نړيوالي ورورولۍ ته معلومه شي چې د انتشار پالیسی ښه نه شي ثابتيدې ۔ ده ووئيل د افغان عبوری کابینه كښې تاجك ، ازبك او پشتون لارښود شامل دي،د افغان عبوري حکومت تسليمولو په اړه په تعصب اډانه پالیسۍ بايد ختمې شي۔ مولوي امیر خان متقي ووئيل پاکستان، قطر او متحدہ عرب امارات په سخت وخت كښې د افغانانو مرسته كړې، مونږ په دې د هغوي مننه كوو۔ده ووئېل د چین خارجه وزير سره به ډير زر ملاقات وشي او د چين د مرستي ستائنه كوو