شمالي كوريا د كروز ميزائل كاميابه تجربه وكړه

پيانګ يانګ 14 ستمبر (اے پي پي)شمالي كوريا تر لانګ رېنج د هدفپه نخښه كونكي كروز ميزائل كاميابه تجربه كړې۔ د فرانس خبري اژانس د شمالي كوريا د سركاري نيوز اېجنسۍ كے سي اېن اے په قول وئيلي دي د كروز ميزائل تجربه تېره ورځ شوې ٬ دا مېزائل تر 1500 كلوميټرهد خپل هدف په نخښه كولو صلاحيت لري او په سمندر او زمكه دوه ساعته سفر كولې شي۔ كے سي اېن اے دا ميزائل د دښمن د طاقت په ضد خاص ستراتېژك وسله ګرځولې. د يادونې وړ ده د شمالي كوريا لخوا د كروز ميزائل دا تجربه د مارچ د اخرياوونۍ نه پس وړومبۍ تجربه ده