ترکيه او قطر د کابل ايئرپورټ فعالولو لپاره مرسته دوامداره ساتلې۔ د تركيه سفير د قطر ورځپاڼې سره مركه

دوحه 14ستمبر (اے پي پي) په قطر كښې د تركيه سفير مصطفېګوکسو وئيلي ديترکيه او قطر د کابل ايئرپورټ فعالولو لپاره خپله مرسته دوامداره ساتلې ده، د افعانستان په مسئله زمونږ هېواد قطر سره نزدې تماس لري۔ د قطر ورځپاڼې الرايا سره خپله مركه كښې مصطفٰې ګوكسو ووئيل د دواړو هېوادونو واكمنو د نړيوال امن او استحكام لپاره د افغانستان اهميت تر مخهپه افغانستان كښې په موجوده انساني صورتحال٬ امنيت او په سياسي پېشرفت خبرې اترې روانې ساتلي٬ په افغانستان كښې د ګېرو خلقو اهميت لپاره تركيه او قطر د كابل هوائي مېدان فعالولو پحقله مرسته د نتيجې وړ ده او دواړه هېوادونه د كابل هوائي مېدان فعاله كولو لپاره تكنيكي معاونت لپاره يو بل سره رابطه لري۔ ده زياته كړه چې افغانستان كښې د سلامتيا او استحکام راوستلو په طريقو دواړه هېوادونه صلاح شوي ۔ د ترکيه سفير په نړيواله وررورولۍ زور رواړو چې افغانانو سره په انساني بنياد مرستې لپاره طالبانو سره خبرېروانې وساتې ٬ ده افغان وګرو سره په مرسته كولو ٬ دوي ته په پناه وركولو او د دوي ستونزې لرې كولو لپاره د قطر سفارتي او د انساني مرستې د هلو ځلو ستائنه وكړه