كوم هېواد تر اوسه طالبان په رسمي توګه نه دي تسليم كړيپه امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان ” دي واشنګټن ډپلومېټ ” سره مركه

واشنګټن 14 ستمبر (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئيلي دي چې كوم هېواد تر اوسه طالبان په رسمي توګه نه دي تسليم كړي، نړيوالې ټولنې سره شوي لوظونه ترسره كولو لپاره د افغانستان د نوي حكومت د صلاحيت جاج اخلو، په هند كښې بنياد پرست حكومت زمونږ د امن اقدامات رد كړي دي، دواړه هېوادونه د امن نه سوا كومه بله چاره نه لري. ده دا خبرې د امريكې د مېډيا نامتو ادارې ” دي واشنګټن ډپلومېټ ” سره په خپله مركه كښې كړې دي. د افغانستان صورتحال په اړه پاكستاني سفير ووئيل چې دا وخت دے چې د تېر وخت نه زده كړه وكړې شي، تسلسل سره زمونږ دا دريځ پاتے شوے چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري بلكې په دې لړ كښې سياسي خبرې پكار دي. مونږ دا هم واضحه كړې چې د امريكائي ځواكونو ذمه وارانه انخلا سره د امن په عمل كښې پرمختګ وشي هم دا وجه ده چې پاكستان د افغانانو ترمېنځه د مذاكراتو ملاتړ وكړو او په دې لړ كښې مهم پرمختګ هم وشو. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د امنيت صورتحال په كنټرول كښې دے. طالبانو د عفو اعلان كړے او په كوم ډول انتقامي كارروائيو كښې ككړ نه شول. پاكستاني سفير ووئيل چې د اندېښنو په ضد نو افغان كډوال پاكستان ته نه دي راغلي. دوه لسيزې وړاندې په امريكا د ترهګرې د بدتره بريدونو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې زمونږ همدردۍ غم جنو كورنيو سره دي. ده ووئيل چې د ترهګر په ضد جنګ كښې د پاكستان هم لوي زيان شوے. په دې جنګ كښې زمونږ د 80 زو نه زياتو كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے او معيشت ته د 150 اربه ډالرو نه زيات زيان رسېدلے. ده ووئيل چې مونږ په خپله د ترهګرې نښه شوي يو، ځكه د ځپليو په غم پوهېږو، مونږ د امريكائي اولس د كشالو نه خبر يو. دا خبره باوري كولو لپاره چې زمونږ اولس بيان داسې ورځ ونه ويني، مونږ خپلو شراكتدارو سره د كار كولو پوخ عزم لرو. د پاكستان او امريكې د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې پاكستاني سفير ووئيل چې امريكې سره د پاكستان اړيكې تل ډېرې مهمې پاتې شوې دي. د نائن الېون نه پس مونږ افغانستان په نظر كښې ساتلو سره د يو بل ملګرتيا كوو. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د خپلو ګټو او هيلو په اړه مونږ يو ډول دريځ لرو او غواړو چې په افغانستان كښې د تېرو څو لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي. ده ووئيل چې په افغانستان كښې د طالبانو حكومت سره يو نوے حقيقت رامخې ته شوے دے. نړيوالې ټولنې ته دا پرېكړه كول دي چې طالبانو سره اړيكې وساتي يا نه خو د دې مطلب دوي په لازمي توګه منل نه دي. ده ووئيل چې مونږ د طالبانو حكومت نه دے تسليم كړے او كوم بل هېواد هم لا تراوسه طالبان په رسمي توګه نه دي تسليم كړي. ده ووئيل چې مونږ د طالبانو څخه هيله لرو چې د هر يو تن د حقونو دې احترام وكړے شي او دا غواړو چې د افغانستان خاوره د پاكستان پشمول د كوم بل هېواد په ضد ونه كارول شي، مونږ غواړو چې په افغانستان كښې د بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو تحفظ وكړے شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د انساني بحران څخه بچ كړې شي. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان د القاعده خاتمې لپاره نزدې اتحادي هېواد دے. د پاكستان او هند د اړيكو او د كشمير مسئلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې له بده مرغه په هند كښې يو انتهاخوښې حكومت دے كوم چې زمونږ د امن ټولې هڅې رد كړې دي، زمونږ وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو نه وړاندې د هند وزيراعظم نرېندر مودي ته د دوستې لاس غزولې و خو د افسوس خبره ده چې دوي د پوځي كمپائن لار خپله كړه چې په نتيجه كښې ئې كشالې او ظلمونه زيات شول. د كشمير صورتحال پرله پسې خراب دے. ده ووئيل چې پاكستان خپلې ټولې شخړې د روابطو او خبرو د لارې حل كول غواړي. د پاكستان او چين د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې چين سره مونږ نزدې اړيكې لرو، هم داسې زمونږ امريٍې سره هم نزدې اړيكې دي. امريكا د پاكستاني برآمداتو تر ټولو لوي درآمد كوونكې هېواد دے كوم چې پاكستان لپاره هر كال د درې اربه ډالرو ترسيلات زر سره دريم لوي هېواد دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د وال سټريټ خبريال ډېنيئل پرل قتل يو سنګين جرم و. ما د هغه كورنۍ سره په ذاتي توګه غمرازي كړې ده، كومې مور لپاره داسې پېښه د زغملو وړ نه وي. د ترهګرې په ضد جنګ كښې يو شمېر مئيندې د خپلو زامنو نه محرومې شوې دي. مونږ په مړو كسانو افسوس لرو او دا خبره به باوري كولې شي چې بيا داسې ونه شي