د امريكې جمهور ريئس به په 21م ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي

واشنګټن14ستمبر (اے پي پي) د امريكې جمهور ريئس جوبائيډن به په 21م ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د سپنې ماڼۍ وياند جېن ساكي تېره ورځ يو بيان كښې وئيلي دي چې جوبائيډن به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا لپاره په 21م ستمبر نيويارك ته ځي۔ وياند ووئيل د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به امريكا بېلا بېلو هېوادونو سره اړيكو٬ په بېلا بېلو څانګو لكه د كورونا وائرس٬ د ماحولياتي بحران مخنيوي لپاره اقدامات٬ جديد ټېكنالوجيز او سائبر سپېس كښې شركتداري او انډو پېسيفك ريجن كښې د آزادانه هلو ځلو ودې لپاره به عملي مرسته قوي كولو پلو پام ګرځولې شي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه تېر كال د كورونا له امله په ورچوئل توګه شوې ده خو سږ كال دا غونډه هائبرډ- ان پرسن- ورچوئل فارمېټ سره كېږي يعنې په دې غونډه كښې به د ځېنې هېوادونو نمائندګان خپله ګډون كوي او ځينې به په ورچوئل توګه ګډون كوي