فرانس د افغانستان لپاره د 100 ملين يورو مرستې اعلان وكړو

جنيوا 13ستمبر (اے پي پي) فرانس د افغانستان لپاره د 100 ملين يورو مرستې اعلان كړے۔د ګل په ورځ په جنيوا كښې د افغانستان لپاره ډونر كنفرنس كښې د فرانس خارجه وزير جين يوزلي ډريان ووئيل فرانس به په افغانستان كښې د هنكامي انساني كارونو لپاره 100 ملين يورو(118 ملين)ډالر مرسته كوي۔لي ډريان يو اعلٰی كچ ډونر وزارتي غونډې ته ووئيل نيمه افغان آبادي اوس هم په خطره كښې ده چې پكښې 40 لكه څخه زياتې مېرمنې او يو كروړ ماشومان شامل دي۔دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ په دې آزمېښت كښې د هغوي مرسته وكړو۔ده ووئيل فرانس دې ايمرجنسۍ مخ نيوي لپاره د 100 ملين يورو وركولو لوظ كوي۔په كنفرنس كښې افغانستان لپاره لږ تر لږه د 600 ملين ډالرو څخه د زياتو جمع كولو هڅه وكړې شوه خو د انساني همدردۍ ايجنسو وئېلي دي د لاكهونو افغانانو ژوند بچ كولو لپاره سمدستي مرستې ته ضرورت دے۔د كنفرنس په اختتام ډونر هېوادونو د 1.2 بلين ډالرو وركولو لوظ كړے٬ دا نه ده معلومه چې په دې كښې څومره سرمايه د يو اېن په خواست راغلې۔