د بنګله دېش او د افغانستان د كركټ انډر 19 لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

ډهاكه 13 ستمبر (اے پي پي) د بنګله دېش او د افغانستان د كركټ انډر 19 لوبډلو ترمېنځه دريم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په سهلټ كښې كېږي. د بنګله دېش كوربه لوبډلې د پنځو مېچونو په سېريز كښې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز څلورم مېچ به د ستمبر په 17 او پنځم او وروستې مېچ به د ستمبر په 19مه نېټه كېږي. ټول مېچونه به د سهلټ په نړيوال سټېډيم كښې كېږي