د آئرلېنډ او زمبابوے ترمينځه درېم يو ورځنې مېچ د ګل په ورځ كېږي

بېلفاسټ۔12ستمبر(اے پی پی) د آئرلېنډ او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې مېچ سبا د ګل په ورځ بېلفاسټ كښې كېږي۔ مېلمه لوبډلې ته د 3 مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ د سيريز په اولني مېچ كښې زمبابوے آئرلېنډ ته 38 رنزونو سره ماتې وركړې وه او دويم مېچ د باران له كبله نيمګړے پاتے شوے ؤ۔ په وروستي مېچ كښې د دواړو لوبډلو ترمينځه د سختې او خوندورې مقابلې امكان دے۔