36م اېشين مېنز سنوكر چېمپئئن شپ (سبا) په قطر كښې پېل كېږي

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) 36م اېشين مېنز سنوكر چېمپئئن شپ (سبا) د خالي په ورځ په قطر (دوحه) كښې پېل كېږي كوم كښې چې د پاكستان دوه لوبغاړي بابر مسيح او حارث طاهر د پاكستان نمائندګي كوي۔ 36م اېشين سنوكر چيمپئن شپ به د 11م نه تر 16 ستمبر دوام لري او دې كښې به د آسياء هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي۔ دې نه علاوه دا لوبغاړي به آئي بي اېس اېف قطر سكس رېډ سنوكر ورلډ كپ كښې هم ګډون كوي كوم چې د 17م نه تر 21م ستمبر په دوحه كښې كېږي او په دې كښې د ګردې نړۍ لوبغاړي برخه اخلي