آسټرېليا افغانستان سره د ټېسټ مېچ منسوخ كولو دړكه وركړه

کینبرا۔9 ستمبر(اے پی پی) كركټ آسټرېلیا (سي اے) افغانستان سره د كېدونكي يوازيني ټېسټ مېچ منسوخ كولو دړكه وركړې ده۔ د برطانوي خبر رسنې ادارې له مخې كركټ آسټرېليا (سي اے) وئيلي چې طالبان حكومت مېرمنې د كركټ لوبې څخه لرې ساتلي دي نو له دې كبله به هغه افغانستان سره كېدونكې يوازيني ټېسټ مېچ نه كوي۔ په دې وروستيو كښې د طالبانو يو استازي وئيلي وو چې دا نه ښكاري چې مېرمنو لپاره كركټ لوبه كول ضروري وي۔ د هغه وېنا وه چې كه په كوم حالت كښې د مېرمنې وجود او مخ پټ نه وي نو دا د اسلام په ضد دي۔ کرکټ آسټریلیا (سی اے) په خپل بيان كښې وئيلي دي چې په نړيواله كچه وېمنز كركټ ته وده وركول آسټرېليا لپاره ډېر مهم دي۔ زمونږ ويژن دا دے چې لوبه بايد ټولو لپاره وي۔ کرکټ آسټریلیا وئيلي چې كه افغانستان كښې مېرمنو ته د كركټ كولو اجازه نه وي وركړې شوې او دا اطلاعات صحيح ثات شؤ نو كركټ آسټرېليا به په كېدونكي يوازيني مېچ كښې د افغانستان كوربتوب نه كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د آسټرېليا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه د شېډول لمخې يوازينې ټېسټ مېچ د نومبر مياشتې 27 مې نېټې څخه په هوبارټ كښې پېل كېدونكے دے