د اسلام آباد سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن ترسېوري لاندې د لوبو مقابلې په 12 ستمبر كېږي

اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) د اسلام آباد سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن ترسېوري لاندې د لوبو مقابلې په 12 ستمبر د اتوار په ورځ كېږي۔ د اسلام آباد سټوډنټ اولمپک اېسوسی اېشن سېکرټری معین الدین وئيلي چې د ايونټ تياريانې زور او شور سره روانې دي۔ هغه ووئيل د درې لوبو مقابلې اېښودلې شوې دي په كومو كښې چې روپ سکېپنګ، تھروبال او فټ سال شامل دے۔ د مقابلې په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي۔