د قامي فټ بال لوبډلې پخواني كپتان كرنل (ر) مجاهد الله ترين شوكت مفتي سره غمرازي

اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) د قامي فټ بال لوبډلې پخواني كپتان كرنل (ر) مجاهد الله ترين د قامي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د سلېكشن كمېټۍ پخواني غړي تجمل مفتي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغه دعا وكړه چې لويے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ کرنل ریټائرډ مجاهد الله ترین د قامي فټ بال لوبډلې كوچ ګوهر زمان او د نېشنل بېنك فټ بال لوبډلې پخواني كپتان حنيف خان سره د تجمل مفتي كشر ورو او د قامي لوبډلې پخواني كپتان شوكت مفتي سره پېښور كښې ملاقات وكړو او هغه سره ئې د مشر ورور په مړينه غمرازي وكړه