كابل 07 ستمبر (اے پي پي)افغانستان كښې طالبانو ملا احسن اخوند عبوري وزيراعظم ټاكلو كولو سره نوے حكومت جوړ كړے ٬ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاكستان څخه د لاس وهنې تورونه بېخي رد كولو سره ووئيل د پاكستان څخه هېڅ مداخله نه كېږي٬په دې حقله ټول تورونه بيخي ګنګوسي دي كوم چې مونږ رد كوو۔د نهې په ورځ په پرېس كنفرنس كښې د افغانستان د نوې لنډ …
طالبانو په افغانستان كښې نوے لنډ مهاله حكومت اعلان كړو٬د پاكستان څخه كومه مداخله نه كېږي٬ټول تورنه مسترد كوو۔د ذبيح الله مجاهد پرېس كنفرنس

مزید خبریں
كابل 07 ستمبر (اے پي پي)افغانستان كښې طالبانو ملا احسن اخوند عبوري وزيراعظم ټاكلو كولو سره نوے حكومت جوړ كړے ٬ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاكستان څخه د لاس وهنې تورونه بېخي رد كولو سره ووئيل د پاكستان څخه هېڅ مداخله نه كېږي٬په دې حقله ټول تورونه بيخي ګنګوسي دي كوم چې مونږ رد كوو۔د نهې په ورځ په پرېس كنفرنس كښې د افغانستان د نوې لنډ مهاله حكومت اعلان كولو په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ځينې عناصر د پاكستان او افغانستان ترمينځه زړه بداوے پیدا كول غواړي٬د پاكستان څخه بيخي لاس وهنه نه كېږي٬د پاكستان د لاس وهنې ګنګوسي د تېرو 20 كلونو نه اورو٬مونږ 20 كاله د دې هېواد خپلواكۍ لپاره جنګ كړے او د افغانستان او د اولس لپاره مو قربانۍ وركړي۔ده د نوي لنډ مهاله حكومت اعلان كولو كښې په مهال ووئيل محمد احسن اخوند به وزيراعظم او ملا عبدالغني بردار او مولوي عبدالسلام خنفي به نائب وزيراعظمان وي۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د طالبانو وياند ووئيل ملا احمد احسن اخوند به په افغانستان كښې د نوي حكومت مشر وي دغسې ملا عبدالغني بردار به نائب وي۔ده ووئيل سراج حقاني به د كورنيو چارو٬ملا هدايت الله به د ماليات٬ملا خېر الله به د اطلاعات او كلتور٬حاجي عيسٰی به د پیټروليم وزيران وي۔دغسې مولوي محمد يعقوب مجاهد به د دفاع٬ملا امير خان متقي به خارجه وزير وي۔ذبيح الله مجاهد ووئيل قاري دين محمد حنيف به د اقتصادي چارو٬شېخ مولوي نور الله به د معارف او شېخ مولوي نور محمد ثاقب به د حج او اوقاف٬نجيب الله خقاني به د مواصلات٬حاجي خليل الرحمان حقاني به د كډوالو٬ملا عبدالطيف منصور به د اوبو او برېښنا٬ملا عبدالحاقي حقاني به د زده كړو٬ملا حميد الله اخونزاده به د ټرانسپورټېشن او خوا بازۍ٬شېخ محمد خالد امر بالمعروف٬ملا عبدالمعنان عمري د اولسي خېرښېګړې٬ملا نور الله نوري د سرحدي او قبائېلي چارو وزيران وي۔ده ووئيل قاري فصيح الدين به د افغانستان د پوځ سرلښكر وي او مولوي محمد عبدالحكيم به د افغان عدليه مشر وي دغسې ملا عبدالحق وثيق به د اېن ډي اېس مشر وي۔د طالبانو وياند ووئيل دا عبوري انتظاميه ده چې پكښې به وروستو بدلون كېدے شي۔ده ووئيل په پنج شېر كښې د دواړو خوا وينه بهيدلې او هلته د عسكري طاقت استعمال مقصد اولس په مركزي چوكاټ كښې راوستل دي۔پنج شېر كښې امن راغلے ۔ده ووئيل په حكومت جوړولو كښې د رنګ او نسل امتياز نه دے شوے٬نوې حكومت د كوم لساني ډلې سره تعلق نه لري بلكې د ګرد افغانستان نمائنده دے٬د افغانستان خاوره به د پاكستان پشمول د كوم بل هېواد په ضد كارولو له ورنه كړو۔افغانستان كښې د امن راوستلو په هلو ځلو كښې د پاكستان كردار مهم دے۔ ده ووئيل د نړۍ د ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔وياند ووئيل د بهر نړۍ خلكو له به دلته نظام كښې د لاس وهنې اجازه ورنه كړو۔ او چاله به په خپلو كورنيو چارو كښې د مداخلې اجازه نه وركوو۔ده د افغانستان په چارو كښې د پاكستان د مبينه مداخلې تورونه او د طالبانو سره د پاكستان مبينه مرستې رد كولو سره ووئيل دا يو ډنډوره ده او مونږ دغه رد كوو۔مونږ 20 كاله د هېواد آزادۍ او اولس لپاره جنګ كړے۔











