د بنګله دېش او نيوزي لېنډ ترمينځه درېم ټي 20 مېچ نن كېږي

ډھاکه۔4 ستمبر(اے پی پی) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه درېم ټي – 20 نړيوال مېچ نن د اتوار په ورځ په ډھاكه كښې كولے شي۔ بنګله دېش ته د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ په اولني مېچ كښې كوربه لوبډلې بنګله دېش 7 وكټونو او په دويم مېچ كښې 4 رنځونو سره بريا ترلاسه كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز 4 م مېچ به په 8 م ستمبر او 5م او وروستې مېچ به په 10م ستمبر كولے شي۔ ټول مېچونه به په شېر بنګله نېشنل سټېډيم٬ ډھاكه كښې كولې شي۔