د دفاع ورځې په موقع به د تهروبال نمائشي مېچ د ګل په ورځ كېږي

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي)د اسلام آباد تهرو بال اېسوسي اېشن د سيوري لاندې د دفاع ورځ په موقع به د تهرو بال نمائشي مېچ د ګل په ورځ د اسلام آباد ګرين او اسلام آباد وائټ ډلو ترمينځه كېږي۔د اسلام آباد تهرو بال اېسوسي اېشن سېكرټري معين الدين وئېلي دي د ميچ تيارې روانې دي او د مېچ كولو مقصد د 1965 پاك هند جنګ په مهال د پاك پوځ شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول دي ٬ په دې ورځ د پاك پوځ ځوانانو د دښمن په نره مقابله كولو سره د هغوي ارادې خاورې كړې وې۔ده ووئيل د مېچ په اختتام به د هېواد خوشحالۍ او پرمختګ سره سره د پاك پوځ شهيدانو لپاره خاص دعا ګانې هم غوښتلې شي۔ده ووئيلد شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلے شي