ملګري ملتونه ۔02 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د جموں وكشمير د آزادۍ او خپلواكۍ تحريك بېرغ پورته كوؤنكي او حريت لارښود سيد علي ګېلاني په مريتنه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هيله لرلې ده جې د جموں وكشمير د آزادۍ او خپلواكۍ ترلاسه كولو تحريك به نوې جوش او عزم سره روان پاتې كېږي۔ هغه تېره ورځ د غمرازۍ …
سيد علي ګېلاني د كشمير د آزادۍ په تحريك كښې د هندي جبر په ضد يو مضبوط دېوال جوړېدو سره ولاړ پاتے شو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازے منېر اكرم

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔02 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د جموں وكشمير د آزادۍ او خپلواكۍ تحريك بېرغ پورته كوؤنكي او حريت لارښود سيد علي ګېلاني په مريتنه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هيله لرلې ده جې د جموں وكشمير د آزادۍ او خپلواكۍ ترلاسه كولو تحريك به نوې جوش او عزم سره روان پاتې كېږي۔ هغه تېره ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ووئيل حریت لارښود سيد علي ګېلاني د كشمير د آزادۍ او خپلوازكۍ تحريك لپاره خپل مثال پخپله ؤ۔ د هغه مرګ يو نه پورا كېدونكې زيان دے۔ په دې زه او ملګرو ملتونو كښې پاكستان مشن د جموں وكشمير اولس سره په غم كښې يو برابر شريك دے۔ هغه ووئيل د سوئيلي افريقا صدر نېلسن منډېلا په ډول سيد علي ګېلاني هم د زندان سختو سره مخ پاتے شو ٬ ټول عمري ئې خپل عزم په ځائې وساتلو او كله ئې ماتې قبول نه كړه۔ پاكستاني استازي منېر اكرم ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان د كشمير آزادۍ لپاره د سيد علي ګېلاني د مړانې مشرتابه او د هغه پاكستان سره د مينې اعتراف كولو سره پاكستان كښې د سوګ لمانځلو اعلان كړے دے۔ هغه ووئيل زه باور لرم چې د كشمير او پاكستان اولس به د سيد علي ګېلاني د عزم نه متاثر كېدو سره يو نوې جوش او ولولې سره د جموں وكشمير د آزادۍ او خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له تحريك روان ساتي۔











