ملګري ملتونه ۔02ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټیرس افغانستان سره د نړیوالې مرستې غوښتنه كولو سره خبردارې وركړې چې له افغانستان څخه د امريكا او اتحادي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له کنټرول وروسته د بشري ستونزې خطر دے د كومې مخنيوي له به چې افغان اولس سره بېړنۍ مرسته كول وي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې هغه تېره ورځ نړيوالې ورورولۍ څخه …
په افغانستان كښې د بشري ستونزې خطر مخنيوي له بېړنۍ مرستې ته اړتيا ده۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔02ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټیرس افغانستان سره د نړیوالې مرستې غوښتنه كولو سره خبردارې وركړې چې له افغانستان څخه د امريكا او اتحادي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له کنټرول وروسته د بشري ستونزې خطر دے د كومې مخنيوي له به چې افغان اولس سره بېړنۍ مرسته كول وي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې هغه تېره ورځ نړيوالې ورورولۍ څخه افغان اولس سره د بېرڼۍ مرستې كولو غوښتنه كولو سره ووئيل چې ماته په افغانستان كښې په زياتېدونكي بشري او اقتصادي ستونزه اندېښنه ده چې ورسره بنيادي آسانۍ په بشپړه توګه ختمېدې شي ٬ له دې كبله افغان كوچنيان ٬ مېرمېنې او سړي چې نن د نړيوالې ورورولۍ لخوا مرستې او ملاتړ ته څومره اړتيا لري دومره وړاندې كله نه وه۔ عمومي سېكتر ووئيل په هر درې افغان وګړو كښې يو افغان وګړي ته دا نه ده معلوم چې هغه به د راتلونكي وخت خوراك كوم ځائې څخه كوي۔ دغسې راروان كال تر 5 كالو عمر نيم نه زيات ماشومان د خوراك كمي سره مخ كېدې شي۔ خلق روزانه د بنيادي ضرورت څيزونو او آسانيو نه محرومه كېږي له دې كبله ضرورت د دې خبرې دې چې افغان اولس سره نړيواله ورورولي مرسته او دوئي سره د يو والي څرګندونه وكړي۔ عمومي سېكتر ووئيل غړي هېوادونه دې په دې سخت وخت كښې د افغان اولس مرسته وكړي او په وخت دې پراخا فنډز وركړي۔ د ملګرو ملتونو د بشري چارو (او سی اېچ اے) وياند جنزلئیرکے وئيلي دي چې د دې نړيوالې ادارې لخوا افغانستان لپاره د 1.3اربه ډالره مالي مرستې اپيل شوے دے او تر دې دمه يوازې 39 فیصده فنډز ترلاسه شوي دي۔











