سرینګر۔02ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير كښې د مودي فسطائي هندي حكومت د كشمير وادي او په خاص توګه سرينګر او دې سره پېوستې سيمې په ګوانتانامو بے كښې بدلې كړې دي دغسې چې خلق د سيد علي ګېلاني د حراست په مهال په حق رسېدو د احتجاج كولو نه منع كړې شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سيد علي ګېلاني …
د سيد علي ګېلاني په مړينه د احتجاج اندېښنه ٬ هندي حكومت سرينګر او شاوخوا سيمې په ګوانتانامو بے كښې بدلې كړې

مزید خبریں
سرینګر۔02ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير كښې د مودي فسطائي هندي حكومت د كشمير وادي او په خاص توګه سرينګر او دې سره پېوستې سيمې په ګوانتانامو بے كښې بدلې كړې دي دغسې چې خلق د سيد علي ګېلاني د حراست په مهال په حق رسېدو د احتجاج كولو نه منع كړې شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د سيد علي ګېلاني په مړينه د احتجاجي لاريونونو له ويرې قابض انتظاميې كشمير وادۍ كښې سخته كرفيو نافذ كړې او مواصلاتي بلېك آوټ كړے دے او حېدر پوره سرينګر كښې ئې د سيد علي ګېلاني په استوګه د خلقو سمندر جمع كېدو مخنيوي له د هندي پوځ او پوليس زياته نفري په ځائې كړې ده۔ د مبصرينو وېنا ده كه هند د ټوپك په زور خلق په كورونو كښې محصور نه كړل او هغوي ته ئې د سيد علي ګېلاني په جنازه كښې د ګډون كولو اجازه وركړه نو دا به د جموں وكشمير د تاريخ تر ټولو لويه جنازه وي











