کابل۔29اگست (اے پی پی)د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وئيلي دي چې مسؤولې ادارې د مېرمنو او وګړو حقونو تحفظ لپاره ضابطه اخلاق وضعه كوي۔ خوېندو او انجونو لپاره به د منلو وړ او با عزته پالیسی ورکړؤ ، په دې برخه کښې به ټولې پرېکړې د حکومت له جوړښت وروسته وشی۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره خصوصي خبرو كښې هغه ووئيل د مېرمنو سفري او كاروباري …
مسوؤلين د مېرمنو او وګړو حقونو تحفظ له ضابطه اخلاق وضعه كولو كښې بوخت دي٬ ذبيح الله مجاهد

مزید خبریں
کابل۔29اگست (اے پی پی)د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وئيلي دي چې مسؤولې ادارې د مېرمنو او وګړو حقونو تحفظ لپاره ضابطه اخلاق وضعه كوي۔ خوېندو او انجونو لپاره به د منلو وړ او با عزته پالیسی ورکړؤ ، په دې برخه کښې به ټولې پرېکړې د حکومت له جوړښت وروسته وشی۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره خصوصي خبرو كښې هغه ووئيل د مېرمنو سفري او كاروباري ضابطې لا نه دي وضعه كړې شوې ٬ په دې لړ كښی به مشرتابه د ټولو اړخونو خيال ساتي۔ د نوې نظام په ځائې كېدو نه وړاندې د مېرمنو په تګ راتګ كوم بندېز نشته۔ دا مهال ټولې بې بنسټه ډنډورې بايد شاته كړؤ۔ مسوؤلين د مېرمنو او وګړو حقونو تحفظ له ضابطه اخلاق وضعه كولو كښې بوخت دي ٬ د نوی حکومت له جوړولو وروسته به په دې برخه کښې ټولې پرېکړې ترسره شی











