14 اګست نه تر اوسه افغانستان څخه يو لكه كسان ويستلې شوي، وائټ هاؤس

واشنګټن 27 اګست (اے پي پي) وائټ هاؤس وئيلي دي د طالبانو کنټرول نه پس امریکې د 14 اګست نه تر اوسه افغانستان څخه يو لکھ څخه زيات كسان ويستلې دي ۔ د فرانس خبر رسني ادارې له مخي وائټ هاؤس تيره ورځ د كابل په هوائي ميدان د چاؤدنو نه پس يو بيان كښې وئيلي دي امریکې د افغانستان څخه د انخلا عمل ترمخه د زيارت په ورځ 12 ساعته كښې په مجموعی توګه 7 نيم زره كسان وېستلي چې پكښې د امریکې 14 پوځي الوتكو د لاري 5100 او د 39 اتحادي الوتكو د لارې 2400 كسان وېستلے شوي۔ دا خبره دې ياده وي تيره ورځ د کابل په هوائي ميدان چاؤدنو كښې د 13 امریکائي عسكرو پشمول ګڼ كسان وژلې شوي وو