اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پې) داخله وزارت سندھ كښې د رېنجرز د مودې لا پراخه كولو او د اختياراتو پحقله اعلاميه جاري كړې۔ د ګل په ورځ د جاري شوي اعلاميې له مخې رېنجرز ته اختيارات د ترهه ګرۍ مخنيوي اېكټ 1997 له مخې وركړې شوې دي۔ د اعلاميې له مخې سندھ كښې د رېنجرز موده كښې د 90 ورځو پراختيا شوې۔ داخله وزارت د صوبائي حكومت لخوا …
داخله وزارت سندھ كښې د رېنجرز مودې لا پراخه كولو او د اختياراتو پحقله اعلاميه جاري كړه
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پې) داخله وزارت سندھ كښې د رېنجرز د مودې لا پراخه كولو او د اختياراتو پحقله اعلاميه جاري كړې۔ د ګل په ورځ د جاري شوي اعلاميې له مخې رېنجرز ته اختيارات د ترهه ګرۍ مخنيوي اېكټ 1997 له مخې وركړې شوې دي۔ د اعلاميې له مخې سندھ كښې د رېنجرز موده كښې د 90 ورځو پراختيا شوې۔ داخله وزارت د صوبائي حكومت لخوا د خاص شرائطو سره رېنجرز ته د اختياراتو وركولو تجويز رد كړې۔داخله وزارت د سندھ حكومت ته ځوابي چيټۍ ليكلے چې د ترهه ګرۍ مخنيوي په قانون خو نه څه قسمه قدغن لګولې كېدې شي او نه د دې قانون اړوند شقونه په جزوي توګه جلا كېدې يا بدلېدې شي۔ چيټۍ كښې زياته كړې شوې چې د صوبائي حكومت لخوا رالېږلي شوي سفارشات د قانون په دائره كښې كېدل ضروري دي۔ د رېنجرز اختياراتو په لړ كښې د صوبائي حكومت تجويزونه د اړوند قانون په دائره كښې نه راځي۔ د رېنجرز اختياراتو په اړه د صوبائي حكومت تجويز كړې شوې شرطونو د اعلاميې برخه نه ده جوړه كړې شوې











