تهران ۔26 اګست(اے پی پی) د ايران پارلمان د نوي ټاكلي شوي صدر ابراهيم رئيسي په كابينه كښې حسېن امير عبد اللهيان د خارجه وزير ټاكلے كېدو منظوري وركړې ۔ په پارليمان كښې د ووټنګ په مهال د حسېن امیر عبد اللهیان په حق كښې 270 او به مخالفت كښې 10 ووټونه رامخې ته شوي ۔دغسې 6 پارليماني غړي په ووټنګ كښې شريك نه شول۔ د المان خبر رسنې ادارې …
د ایران پارلمان حسېن امير عبد اللهيان نوے خارجه وزير وټاكلو

مزید خبریں
تهران ۔26 اګست(اے پی پی) د ايران پارلمان د نوي ټاكلي شوي صدر ابراهيم رئيسي په كابينه كښې حسېن امير عبد اللهيان د خارجه وزير ټاكلے كېدو منظوري وركړې ۔ په پارليمان كښې د ووټنګ په مهال د حسېن امیر عبد اللهیان په حق كښې 270 او به مخالفت كښې 10 ووټونه رامخې ته شوي ۔دغسې 6 پارليماني غړي په ووټنګ كښې شريك نه شول۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې امير عبد اللهيان د پخواني خارجه وزير جواد ظريف په ځاے خارجه وزير ټاكلے شوے۔ جواد ظريف په ټويټر حسېن امير عبد اللهيان ته د خارجه وزير په حېث په ټاكلے كېدو مباركي وركړه او نوې انتظاميې لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ دا خبره دې ياده وي د ايران پارليمان د صدر رئيسي لخوا په وړاندې كړو 19 كښې د 18 كانديدانو منظوري وركړې ده۔











