اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د اوبو او برېښنا وزارت ته امر كړے دے چې روژه كښې لږ تر لږه لوډشېډنګ او د ټېرف مسئلو لرې كولو له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړئ۔د ګل په ورځ د انرژۍ په اړه د كابينه كمېټۍ درېمې غونډې په مهال ده د اوبو او برېښنا وزارت ته امر وكړو چې د اېل اېن جي٬سولر٬كول٬فرنس آئل٬ډيزل او ګاز …
روژه كښې د لږ لوډشېډنګ او د ټېرف مسئلو لرې كولو لپاره بائد سمدستي ګامونه پورته كړې شي
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف د اوبو او برېښنا وزارت ته امر كړے دے چې روژه كښې لږ تر لږه لوډشېډنګ او د ټېرف مسئلو لرې كولو له په سمدستي توګه ګامونه پورته كړئ۔د ګل په ورځ د انرژۍ په اړه د كابينه كمېټۍ درېمې غونډې په مهال ده د اوبو او برېښنا وزارت ته امر وكړو چې د اېل اېن جي٬سولر٬كول٬فرنس آئل٬ډيزل او ګاز لپاره د نېشنل اليكټرك پاور ريګوليټري اتهارټي سره ټېرف ته په سمدستي توګه پام لرنه وكړئ۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د توان پھ پروژو په ترجيحي بنيادونو عملدرآمد له انتظامي او قانوني ستونزې پھ سمدستي توګه حل كړئ۔اېن ټي ډي سي ته سپارښتنه شوې چې په اېچ وي ډي سي ټرانسمېشن لائنز او نورو ټرانسمېشن لائنز پروژو كار ګړندې كړئ۔ وزيراعظم د توان بېلو ذريعو صلاحيت په اړه د مسابقتي مطالعې او راروانه غونډه كښې د دغې راپور وړاندې كولو هو ووئېل۔ده ووئيل حكومت د برېښنا په بېلو وړاندېزونو كار كوي دغسې چې صارفينو ته د برېښنا رسنه پرله پسې باوري كړی شي۔د دې مقصد لپاره حكومت بيس لوډ تهرمل پاور پراجېكټس ته پام ګرځولې كوم څخه به چې د كال 2018 او د دې څخه وروستو د هائيډرو پاور جنرېشن په مهال د برېښنا ترلاسه كېدل باوري كړې شي۔غونډه كښې د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او سينئر چارواكو ګډون كولو۔د اوبو او برېښنا سېكتر غونډه د اوسني لوډ منيجمنټ پلان٬د توان مجوزه او روانو پروژو او ټرانسمېشن سسټم كښې د زياتوالي نھ خبر كړه۔ده ووئيل د اوسني حكومت په مهال ټرانسمېشن سسټم كښې 132 كے وي كښې 9625 مېګاواټ٬ 11 كے وي كښې 2004 مېګاواټ زياتوالې شوې دې











