پورټ اوپرنس 15اګست (اے پي پي) هيټي كښې د 7.2 درجې شدت زلزلې په نتيجه كښې د مړو شميره 304 ته رسيدلې. دغسې 1800 څخه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ د چين ميډيا له مخي د هيټي سول پروټيكشن ډائريكټر جيري چاندلر ووئيل جنوبي ښار ليس كيز او جيرمي خپلو كښې تړونكي قومي ستره لاره د خارو كمر راپريوتو له امله بنده شوي۔ ده ووئيل د ټرافك روانيدو لپاره امدادي …
هيټي كښې د زلزلې له امله د مړو شميره 304 ته ورسيده ، د آفټرشاكس سلسله روانه ده، د زمكې ښوئيدنې له امله مهمې سترې لارې بندې دي

مزید خبریں
پورټ اوپرنس 15اګست (اے پي پي) هيټي كښې د 7.2 درجې شدت زلزلې په نتيجه كښې د مړو شميره 304 ته رسيدلې. دغسې 1800 څخه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ د چين ميډيا له مخي د هيټي سول پروټيكشن ډائريكټر جيري چاندلر ووئيل جنوبي ښار ليس كيز او جيرمي خپلو كښې تړونكي قومي ستره لاره د خارو كمر راپريوتو له امله بنده شوي۔ ده ووئيل د ټرافك روانيدو لپاره امدادي كارروائي رواني دي۔ د زلزلې مركز پايه تخت پورټ او پرنس څخه تقريباً 150 كلوميټره لويديز كښې 10 كلوميټره زمكه كښې ژور ؤ، دا زلزله دومره زوروره وه چې جهړقونه ئې كيوبا او جميكا كښې هم محسوس كړې شوي۔وزيراعظم ايريل هينري د يوي مياشتي ايمرجنسي نافذولو سره ووئيل تر څو چې د زيان صيح اندازه نه وي لګولې شوي تر هغي به نړيوالي ورورولۍ ته اپيل نه شي كولې۔ده ووئيل ځيني كلي په بشپړه ډول ختم شوي۔ د زلزلې نه پس د آفټر شاكس سلسله پرله پسي روانه ده۔











