اسلام آباد 21 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت حاجيانو له غعوره آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي۔تېره كال د حج انتظامات د اطمينان وړ وو۔د جمعې پھ ورځ د سعودي عربستان لپاره نوي غوره شوي سفير وائس اېډمرل(ر)خان هشام بن صديق سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم د حج په مهال پاكستانو حاجيانو له د زياتو آسانيو وركولو په حاجت زور راوړولو سره ده ته سپارښتنه …
حكومت حاجيانو له غوره آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي
اسلام آباد 21 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت حاجيانو له غعوره آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي۔تېره كال د حج انتظامات د اطمينان وړ وو۔د جمعې پھ ورځ د سعودي عربستان لپاره نوي غوره شوي سفير وائس اېډمرل(ر)خان هشام بن صديق سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم د حج په مهال پاكستانو حاجيانو له د زياتو آسانيو وركولو په حاجت زور راوړولو سره ده ته سپارښتنه وكړه چې د راروان كال حج لپاره د انتظاماتو څارنه په ذاتي توګه وكړي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او سعودي عرب يو بل سره د ملګرتيا اړيكې لري٬دواړه هېوادونه په سيمه ايزو نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ده ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې تل د يو بل ملګرتيا كړی۔د پاكستان اولس د سعودي عربستان سره جذباتي تړون لري كوم چې د حرمين الشريفين محافظ دي۔ده ووئيل سعودي كښې مېشته پاكستانيانو ښېګړې او په خاص توګه هغوي له د قونصلر سروسز رسنې ته بائد پام لرنه وكړې شي۔ده سفير ته ووئيل په سعودي كښې د پاكستانې ورورورلۍ سره باقاعده رابطې ولري او د هغوي مسئلو حل كولو له مرسته وكړي۔وزيراعظم ووئيل ګڼ شمېر پاكستانيان پھ سعودي عرب كښې روزګار كوي بايد هغوي له هر ډول آسانې وركړی شي۔ده سفير ته ووئيل بهر هېواد كښې د پاكستانيانو ښېګړې له په زړه پورې كار وكړئ او په خاص توګه د هغوي د بچو تعليم ته پام لرنه وكړئ











