د پي ټي آئي د سترې محكمې د لارې د وزيراعظم اخوا كولو هڅه ناكامه شوې

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)وفاقي وزيرانو وئېلي دي عدالتي پريكړی د هغه وګړو د خواهشاتو نفي كړی كومو چې غوښتل چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كړی شي٬ د پي ټي آئي د سترې محكمې د لارې د اولسي مېنډېټ لرونكې وزيراعظم اخوا كولو هڅه ناكامه شوې ده ٬نن ثابته شوې چې تحريك انصاف د هېواد غېر مقبول ګوند دے٬اولسي عدالت خپله پريكړه د 2018 په ټاكنو كښې …

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)وفاقي وزيرانو وئېلي دي عدالتي پريكړی د هغه وګړو د خواهشاتو نفي كړی كومو چې غوښتل چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كړی شي٬ د پي ټي آئي د سترې محكمې د لارې د اولسي مېنډېټ لرونكې وزيراعظم اخوا كولو هڅه ناكامه شوې ده ٬نن ثابته شوې چې تحريك انصاف د هېواد غېر مقبول ګوند دے٬اولسي عدالت خپله پريكړه د 2018 په ټاكنو كښې اوس واوروله۔هغه پريكړه به هم د پاكستان مسلم ليګ(ن)د كاميابۍ پريكړه وي٬د سترې محكمې د اړخه د جے آئي ټي جوړول د وزيراعظم محمد نواز شريف د موقف تائيد دے٬د جے آئي ټي سره به بشپړه مرسته كولې شي٬د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې به هېواد د پرمختګ پلو روان وي٬عمران خان بائد ژړه او فرياد پریږدي ۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرانو خواجه آصف٬خواجه سعد رفيق او احسن اقبال د سپريم كورټ په خوا كښې د پانامه ليكس پريكړی نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔خواجه آصف ووئيل د لوے څښتن په فضل وزيراعظم محمد نواز شريف به د كال 2018 تر ټول ټاكنو د پاكستان وزيراعظم وي٬سترې محكمې د دوو او درېو قاضيانو په رايو پريكړه اورولې٬مونږ چې د لوے څښتن څومره هم مننه وكړو كمه ده۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د اړخه 6 مياشتې وړاندې دا خط ليكلې شوې وو چې د پانامه پلټنو له دې كمېشن جوړ كړی شي او نن عدالت هم دغه پريكړھ واوروله چې پلټنو لپاره دې جوډيشل انويسټي ګېشن كمېشن جوړ كړی شي۔د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل عدالت پريكړه اورولو سره زمونږ د موقف تائيد كړے٬د عمران خان منټين ايبلټي په الېكشن كمېشن كښې خبره كېدې شوه خو مونږ داسې ونه كړه ځكه چې مونږ د عدالتونو احترام كوو۔ده ووئيل د عدالت د اړخه چې كومه هم پريكړه شوې هغې دا ثابت كړه چې وزيراعظم صادق او امين دے۔ده ووئيل زمونږ قافله به د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اولس خذمت روان ساتي۔ده د تحريك انصاف مشر ته ووئيل عمران خان دې اوس ژړه او فرياد پریږدي او د خېبرپښتونخوا د اولس خذمت دې وكړي۔ده ووئيل د 2018 ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ(ن)يو ځل بيا كاميابي ترلاسه كوي او مونږ به د هېواد د پرمختګ او څوكالۍ سفر روان ساتو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير احسن اقبال ووئيل نن مونږ تاريخي كاميابي ترلاسه كړې٬پاكستان تحريك انصاف له په كشمير٬ګلګت بلتستان٬بلدياتي ټاكنو او ضمني ټاكنو كښې ماتې وركړې شوې۔

مزید خبریں