هندي عسكرو پھ شخړيز كشمير كښې تعليمي ادارو او زده كوونكو په ضد جنګ شروع كړی

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند د هندي عسكرو لخوا مقبوضه كشمير كښې تعليمي ادارو او زده كوونكو په ضد د باقاعده جنګ پیل كولو غندنې كولو سره د دې عزم پخلے كړے چې د هند ظلمونه كشميريان د خپل خود اراديت لپاره د جائزو هلو ځلو څخه منع كولې نشي٬پاكستان به د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔د هندي نيول كمانډر كلهبهوشن ياديو ته …

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند د هندي عسكرو لخوا مقبوضه كشمير كښې تعليمي ادارو او زده كوونكو په ضد د باقاعده جنګ پیل كولو غندنې كولو سره د دې عزم پخلے كړے چې د هند ظلمونه كشميريان د خپل خود اراديت لپاره د جائزو هلو ځلو څخه منع كولې نشي٬پاكستان به د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔د هندي نيول كمانډر كلهبهوشن ياديو ته د قونصلر رسنې پريكړه به په مېرټ كولې شي٬په عدالتي پريكړې د هند غبرګون او د اشتعال وړ بيانونه مايوس كن او پاكستان كښې ترهه ګرۍ او تخريبي كاروائيو كښې د هند ككړېدو ښكاره ثبوت دے٬پاكستان كښې د داعش منظم وجود نشته۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو په ځواب وركولو سره ووئيل تېره اونۍ كښې د هند د كورنيو چارو وزير دا ادعا چې هند حكومت به په يو كال كښې پھ وضعه قابو ومومي۔د دې نه پس د هند عسكرو پھ مقبوضه كشمير كښې د تعليمي ادارو او زده كوونكو په ضد باقاعده جنګ پیل كړی۔وياند ووئيل پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو چارو خبرو اترو له چمتو دے٬د كلبهوشن ياديو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د كلبهوشن ياديو په عدالتي پريكړه د هند غبرګون او د اشتعال وړ بيانونه مايوس كن دي۔د هند نيول كمانډر كلبهوشن پاكستان كښې په تخريبي او د ترهه ګرۍ پھ هلو ځلو كښې ككړ نيولې شوې او هغه د ټولو جرمونو اعتراف كړې۔هغه له به د قانون ترمخه سزا وركولې شي۔پاكستان د امريكې نوې انتظاميې سره د نزدې اړيكو خوښي لري۔د امريكې پشمول ټولې نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانو اعتراف كړی دغسې د ترهه ګرۍ په ضد كاميابه عملياتو په نتيجه كښې د هېواد امنيتي او اقتصادي وضعه ښه شوې۔د داعش پھ اړه د يو پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان كښې د داعش كوم منظم وجود نشته دغسې د امريكې پشمول نورو نړيوالو طاقتونو او افغانستان كښې د داعش د موجودګۍ تصديق كړې۔ده ووئيل ماسكو كنفرنس كښې د افغانستان او په خاص توګه د سيمې امن او استحكام په اړه په چارو بحث شوې۔په كنفرنس كښې د پاكستان پشمول 11 هېوادونو ګډون كړې۔د كرنل(ر)حبيب ظاهر بې دركه كېدو په اړھ وياند ووئيل هغه د روزګار په دهوكه بې دركه كړی شوې۔د هغه په بې دركه كېدو كښې د دښمنه ايجنسو كردار نظر انداز كېدې نشي۔

مزید خبریں