د بلاك شناختي كارډونو مسئله به راروانه اونۍ حل كړی شي

اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي د بلاك شناختي كارډونو مسئله به راروانه اونۍ حل كړی شي۔د نوټيفكېشن جاري كولو نه پس به اولس ته په سمدستي توګه آسانۍ ترلاسه كېدل پېل شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د غړو لخوا د اعتراضاتو په نكته ځواب كښې وكړه۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل مونږ ته د خبرې …

اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي د بلاك شناختي كارډونو مسئله به راروانه اونۍ حل كړی شي۔د نوټيفكېشن جاري كولو نه پس به اولس ته په سمدستي توګه آسانۍ ترلاسه كېدل پېل شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د غړو لخوا د اعتراضاتو په نكته ځواب كښې وكړه۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل مونږ ته د خبرې كولو موقع نه ده ترلاسه شوې۔ده ووئيل پارلمان تر ټولو مهم فورم دے۔ده ووئيل د شناختي كارډونو مسئله تراوسه حل شوې نه ده٬ دوهم سپيكر پھ مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړی شوې۔دا اولسي مسئله ده د كومې حل كولو ته چې اړتيا ده۔ده غوښتنه وكړه بايد د مخالفې ډلې مشر مونږ له د خبرې موقع راكړي او بيا واك آؤټ وكړي۔حاجي غلام احمد بلور دوهم سپيكر له د مسلم ليګ د كے پي كے عمومي سېكتر په جوړېدو مباركي وركولو سره ووئيل د بلاك شناختي كارډونو مسئلې حل كولو له دې پھ سمدستي توګه نوټيفيكېشن جاري كړی شې۔صاحبزاده طارق الله ووئيل د خېبرپښتونخوا د بلاك شوو شناختي كارډونو مسئله دې حل كړی شي۔دوهم سپيكر ووئيل راروانه اونۍ كښې به پھ دې اړه غونډه كېږي۔د ټولو ګوندونو هلې ځلې پھ دې كښې شامل دي

مزید خبریں