اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د كېډ دوهم ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پانامه كېس پرېكړه به د چا د مرضۍ نه بلكې د هېواد د قانون او شواهدو له مخې راځي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د چا نامه چې پانامه كښې نشة بياهم سترې محكمې ته خط ليكلې او د پانامه معاملې سپېځلو …
د پانامه كېس پريكړه به د چا د مرضۍ نه بلكې د قانون او شواهدو له مخې راځي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د كېډ دوهم ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د پانامه كېس پرېكړه به د چا د مرضۍ نه بلكې د هېواد د قانون او شواهدو له مخې راځي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د چا نامه چې پانامه كښې نشة بياهم سترې محكمې ته خط ليكلې او د پانامه معاملې سپېځلو پلټنيو ئې وئيلي وو۔ دغسې چې هر څه په ډاګه شي۔ ده ووئيل عدالت كښې چې څومره كېس چلېدلې هغه د شريفې كورنۍ په وړاندې كړې شويو دستاوېزاتو چلېدلې۔ په وزيراعظم نواز شریف او دده په كورنۍ د دروغو تورونه لګوونكو يو ثبوت هم وړاندې نه كړې شو۔ بلكې عمران خان به دا وئيل چې زمونږ كار تور لګول دي ثبوت وركول نه۔ دوهم وزير ووئيل نواز شريف سترې محكمې ته د درې نسلونو حساب وركړې او ده څخه پوښتلې شويو ټولو پوښتنو ځوابونه ئې هم وركړي دي۔ ده ووئيل مونږ باور لرو چې عدالت به د هېواد د قانون او د شواهدو ترمخه پرېكړه وكړي











