په فاټا كښې په ترهګرې ځپليو سيمو كښې په مكمل توګه تباه شويو كورونو لپاره څلور لكه روپې او په جزوي توګه تباه شويو لپاره يو لك 60 زره روپې وركړې شوې دي

اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي چې په فاټا كښې په ترهګرې ځپليو سيمو كښې په مكمل توګه تباه شويو كورونو لپاره څلور لكه روپې او په جزوي توګه تباه شويو لپاره يو لك 60 زره روپې وركړې شوې دي۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د عبدالقهار خان ودان٬ شېخ روحېل اصغر٬ اميرلله …

اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي چې په فاټا كښې په ترهګرې ځپليو سيمو كښې په مكمل توګه تباه شويو كورونو لپاره څلور لكه روپې او په جزوي توګه تباه شويو لپاره يو لك 60 زره روپې وركړې شوې دي۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د عبدالقهار خان ودان٬ شېخ روحېل اصغر٬ اميرلله مروت د پوښتنو په ځواب كښې د سېفران پارلماني سېكتر شاهين شفيق ووئيل چې په فاټا كښې په ترهګرې ځپليو سيمو كښې په مكمل توګه تباه شويو كورونو لپاره څلور لكه روپې او په جزوي توګه تباه شويو لپاره يو لك 60 زره روپې وركړې شوې دي۔د تېرو څلورو كلونو په مهال د زر تلافي﴿ شهيدانو پېكج ﴾ په مد كښې 3566.124 مليونه روپې جاري كړې شوي دي چې پكښې 3045۔785 په ځپليو كښې وېشل شوې دي۔ په فاټا كښې د ترهګرې له امله ډېر زيان شوے دے۔ د تېرو شپږو كلونو په مهال د لېويز٬ خاصه دارو او د وګړو پشمول 5740 كسان شهيدان شوي دي۔ فاټا سېكرټرېټ د پنځو اېجنسو پوليټكل انتظاميې ته 6.374 مليونه روپې جاري كړې دي٬ د ټي ډي پي د ستنېدو عمل روان دے٬ په 15 زره 139 كسانو كښې 5.277 اربه روپې تقسيم كړې شوې دي۔

مزید خبریں