اسلام آباد 18 اپریل (اے پي پي) قومي اسمبلۍ په مردان پوهنتون كښې د زده كوونكي مشال خان د وژنې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے٬ په قرارداد كښې د توهين رسالت د قانون د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د ضروري بدلون غوښتنه شوې۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل چې دا ايوان د …
قامي اسمبلۍ په مردان پوهنتون كښې د زده كوونكي د وژنې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو
اسلام آباد 18 اپریل (اے پي پي) قومي اسمبلۍ په مردان پوهنتون كښې د زده كوونكي مشال خان د وژنې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے٬ په قرارداد كښې د توهين رسالت د قانون د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د ضروري بدلون غوښتنه شوې۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل چې دا ايوان د مشال خان د قتل غندنه كوي او غوښتنه كوي چې د توهين رسالت په قانون كښې حفاظتي شقونو شامل كړې شي او په دې پېښه كښې ككړ كسان دې انجام ته ورسول شي او په راتلونكي كښې د داسې پېښو مخ نيوي لپاره دې اقدامات وكړي شي۔ ايوان په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه











