اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د ترهګرو او انتهاخوښو په ضد د اسلام د آفاقي تعليماتو په رڼا كښې ځوابي بيانيې لپاره تعليمي ادارې٬ علما او پوهان مهم كردار ترسره كولې شي۔ د سائنس او ټېكنالوجې د ريښتيني تعليم به بغېر كوم قوم پرمختګ نه شي كولې۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون د بورډ اف …
د ترهګرو او انتهاخوښو په ضد د اسلام د آفاقي تعليماتو په رڼا كښې ځوابي بيانيې لپاره تعليمي ادارې٬ علما او پوهان مهم كردار ترسره كولې شي
اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د ترهګرو او انتهاخوښو په ضد د اسلام د آفاقي تعليماتو په رڼا كښې ځوابي بيانيې لپاره تعليمي ادارې٬ علما او پوهان مهم كردار ترسره كولې شي۔ د سائنس او ټېكنالوجې د ريښتيني تعليم به بغېر كوم قوم پرمختګ نه شي كولې۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون د بورډ اف ټرسټيز 12مې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې د سائنس او ټېكنالوجې د ريښتيني تعليم به بغېر كوم قوم پرمختګ نه شي كولې۔ ده په دې لړ كښې په تعليمي ادارو كښې تحقيقي چارو ته د ودې وركولو هدايت وكړو چې دغسې د زده كوونكو عملي صلاحيتونه زيات كړے شي او د هغوي د ټولنې مشري وكړې شي۔ اولس مشر هدايت وكړو چې نړيوال اسلامي پوهنتون دې په شريكه ګټه د مېنځني ختيز او د مېنځنې اسيا پوهنتونونو سره مرسته زياته كړي او په نورو اسلامي هېوادونو كښې دې هم د دې پوهنتون څانګې جوړې كړې شي۔ اولس مشر د پوهنتون په انتظامي معاملو كښې د بورډ اف ټرسټيز اهميت په ډاګه كولو سره هدايت وكړو چې بايد د دې غونډې په خپل وخت وكړې شي۔ په عونډه كښې د تېرو پرېكِړو د عملي كېدو جاج واخستل شو۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په دې غونډه كښې شوې پرېكړې به مهمې ثابتې شي۔ اولس مشر د پوهنتون په معاملو كښې د بورډ د غړو دلچسپي وستائيله او وې وئيل چې هغوي دې د ادارې پرمختګ لپاره خپل كار جاري وساتي۔ د دې څخه وړاندې د پوهنتون رېكټر ډاكټر معصوم ياسين زي د پوهنتون د چارو په اړه راپور او لس كلن ستراتېژيكي پلان وړاندے كړو۔ په غونډه كښې پروچانسلر ډاكټر سلېمان ابن عبدالله ابا الخليل٬ د پوهنتون صدر ډاكټر احمد يوسف الدروېشن٬ رېكټر ډاكټر معصوم ياسين زي٬ د تعليم وفاقي سېكتر حسيب اختر٬ د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن ډاكټر مختار احمد او نورو ګډون وكړو۔











