اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)د قامي٬تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي سره د ګل په ورځ د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)پلاوي ليدليے دي ۔د وزيراعظم صلاحكار سره ملاقات كونكي پلاوي مشري د آئي سي سي آئي صدر خالد اقبال ملك كوله۔پھ دې موقع غړو سره په خبرو كښې عرفان صديقي ووئيل د امن لپاره علمي او ادبي هلې ځلې زياتول اهميت …
د وزيراعظم د قامي٬تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي سره د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي وليدل
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)د قامي٬تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي سره د ګل په ورځ د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)پلاوي ليدليے دي ۔د وزيراعظم صلاحكار سره ملاقات كونكي پلاوي مشري د آئي سي سي آئي صدر خالد اقبال ملك كوله۔پھ دې موقع غړو سره په خبرو كښې عرفان صديقي ووئيل د امن لپاره علمي او ادبي هلې ځلې زياتول اهميت لري۔صنعتي٬كاروباري او تجارتي هلې ځلې هم د امن وضعې سره تړلې دې۔ده ووئيل حكومت له د هېواد معيشت پرمختګ ٬ صنعتي٬كاروباري او تجارتي ورورورلۍ كردار له اهميت وركول پكار دي۔عرفان صديقي هيله څرګنده كړه چې د ايوان صنعت او تجارت اسلام آباد٬ د 22 اپرېل څخه پیل كېدونكې درې ورځنۍ قامي كتاب ميلې لپاره به ضروري مرسته وركولې شي۔پھ دې موقع د ايوان صنعت او تجارت صدر خالد اقبال ملك ووئيل مونږ د توان په بحران قابو موندلو او امن او امان وضعه ښه والي په اړه د حكومتي اقداماتو ته د قدر پھ سترګه ګورو۔ده د قامي كتاب ميلې له د خپلې مرستې باور وركړو۔د چېمبر غړو د بجټ خسارې او برآمداتو په كمي د اندېښنې څرګندونه وكړه۔د چېمبر عهديدارانو د وزيراعظم پالېسو ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې په نوې بجټ كښې به د صنعت او تجارت مسئلو ته خاص پام وكړې شي











