اسلام آباد ۔16 اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف د مسیحی ورورولۍ په شمول په هېواد كښې مېشته ټولو اقليتونو ته باور وركړې چې پاكستان د دوئي هېواد دے ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې امن او خوشحالي د پاكستاني اولس يو يوالي سره تړلې۔ د ايسټر په اړه د مسيحي ورورولۍ په نامه خپل خصوصي پېغام كښې وزیر اعظم محمد نواز شریف ووئيل دا …
امن او خوشحالي د پاكستاني اولس يو والي سره تړلې۔ مسيحي ورورلي دهېواد پرمختګ او خوشحالۍ كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ د هېواد د ساتنې ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره د مسيحي ورورولۍ هڅې د قدر وړ دي۔ د وزیر اعظم محمد نواز شریف د ايسټر اختر په مهال د مسيحي ورورولۍ په نامه خصوصي پېغام
اسلام آباد ۔16 اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف د مسیحی ورورولۍ په شمول په هېواد كښې مېشته ټولو اقليتونو ته باور وركړې چې پاكستان د دوئي هېواد دے ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې امن او خوشحالي د پاكستاني اولس يو يوالي سره تړلې۔ د ايسټر په اړه د مسيحي ورورولۍ په نامه خپل خصوصي پېغام كښې وزیر اعظم محمد نواز شریف ووئيل دا زمونږ اخلاقي او قامي ذمه واري ده چې دمسيحي ورورولۍ هر غړي په شمول د اقليتونو هر يو وګړي ته تحفظ وركړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان ټولو وګړو ته د آئين ترمخه يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ وزیر اعظم په دې مهال مسيحي وروڼو ته د زړه نه مباركي وركولو سره ووئيل مونږ پاكستان كښې د مېشته مسيحي وروڼو او خويندو په دې خوشحالۍ كښې شريك يو۔ د وزیراعظم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم زياته كړه چې د پاكستان مسيحي ورورولي د هېواد په پرمختګ او خوشحالۍ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د هېواد د ساتنې ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره د مسيحي ورورولۍ هڅې د قدر وړ دي۔











