راروان بجټ كښی د اولس خېر ښېګړه د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار

اسلام آباد ۔ 15 اپریل (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي چې راتلونكي بجټ كښې به د اولس خېر ښېګړې ته حكومت تر ټولو اول پام كوي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د بجټ تياريانو په لړ كښې د شوې يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د خزانې سېكتر ٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر او د خزانې وزارت او د پټروليم او …

اسلام آباد ۔ 15 اپریل (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي چې راتلونكي بجټ كښې به د اولس خېر ښېګړې ته حكومت تر ټولو اول پام كوي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د بجټ تياريانو په لړ كښې د شوې يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د خزانې سېكتر ٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر او د خزانې وزارت او د پټروليم او قدرتي وسيلو وزارت اعلی چارواكو هم غونډه كښی ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت هر كال بجټ تيارولو له ټولو سټېك هولډرز او پوهانو سره مشاورت كړے۔ ده ووئيل د روان كال په مهال به هم دغسې كولې شي۔ آئي اېم اېف سره كاميابۍ سره د ختم شوي آرټیکل iv مشاورت په اړه ده ووئيل هېواد كښې په ضروري اقتصادي اصلاحات به هم دې جذبې او رفتار سره كار روان ساتو۔ ده ووئيل په اقتصادي اصلاحات كامياب عملدرآمد سره به د غوره اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې څخه وړاندې د خزانې سېكتر وفاقی وزیر ته د مالي كال 2017-18 لپاره د بجټ تياريانو په اړه بريفېنګ وركړو۔

مزید خبریں