اسلام آباد ۔ 15اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم نواز شریف عبدالولی خان پوهنتون مردان كښې د بې حسه كسانو دلاسه د طالبعلم وژنې په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې ددې غندنه ټول اولس كوي۔ د خالي په ورځ د پي اېم هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې د مشال خان وژنه كښې ككړ كسان دې په دې خبره پوهه شي چې رياست قانون …
د وزيراعظم لخوا عبد الولي خان پوهنتون كښې د طالبعلم وژنې په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه رياست قانون په خپل لاس كښې اخستونكې چرې هم زغملې نه شي۔ وزیر اعظم نواز شریف
اسلام آباد ۔ 15اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم نواز شریف عبدالولی خان پوهنتون مردان كښې د بې حسه كسانو دلاسه د طالبعلم وژنې په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې ددې غندنه ټول اولس كوي۔ د خالي په ورځ د پي اېم هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې د مشال خان وژنه كښې ككړ كسان دې په دې خبره پوهه شي چې رياست قانون خپل لاس كښې اخستونكې په هېڅ ډول زغملې نه شي۔وزيراعظم ووئيل په دې پېښه ماته ډېر درد رسېدلې۔ اولس دې زغم او د قانون حكمرانۍ لپاره د يو والي څرګندونه وكړي۔ پېښه كښې د ككړو كسانو نيولو له پوليس ته هدايت شوے۔ ده ووئيل كوم هم پلار دے د دې ويرې خپل بچې تعليم نه محروم نه كړي چې دده مړې به بېرته كورته راشي۔











