د جدید وومن ووکېشنل ټرېننګ سنټر، كليو ته د برېښنا او ګاز وركولو ٬ پاسكو سنټر جوړول او د قامي صحت كارډ وركولو پشمول د ګڼو پروژو اعلان

جېکب آباد 14 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د جېكب آباد اولس خېر ښګړې لپاره د لس كروړه روپو پرمختيائي فنډ ٬ د جدید وومن ووکېشنل ټرېننګ سنټر، كليو ته د برېښنا او ګاز وركولو ٬ پاسكو سنټر او د قامي صحت كارډ اجراء پشمول د ګڼ شمېر منصوبو پېكج اعلان ولو سره ووئيل وخت بدلېږي٬ حالات به بدلېږي٬ اوس به يوازې په چغو وهلو څوك رائے …

جېکب آباد 14 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د جېكب آباد اولس خېر ښګړې لپاره د لس كروړه روپو پرمختيائي فنډ ٬ د جدید وومن ووکېشنل ټرېننګ سنټر، كليو ته د برېښنا او ګاز وركولو ٬ پاسكو سنټر او د قامي صحت كارډ اجراء پشمول د ګڼ شمېر منصوبو پېكج اعلان ولو سره ووئيل وخت بدلېږي٬ حالات به بدلېږي٬ اوس به يوازې په چغو وهلو څوك رائے نه وركوي ٬ په څه نه څه كولو به ووټ اخستې كېږي٬ كوم پرمختګ چې اسلام آباد٬ پنجاب او بلوچستان كښې كېږي ھغه بايد په سندھ او خېبر پښتونخوا كښې هم وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ جېكب آباد كښې اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دستوره كښې د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬ د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف کرمانی، د قامي اسمبلۍ پخوانۍ سپيكر الٰهي بخش سومرو، سناتوره راحيله مګسي٬ د پاكستان مسلم ليګ (ن) سندھ صدر بابو سرفراز، او ځائي چارواكي اسلم ابړو او سجاد علي هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل زما په نظر كښې د پاكستان تر ټولو زيات مستحق خلق د جېكب آباد دي ٬كه د پاكستان كوم پرمختګ كړې ضلعې يا ښار لپاره سل كروړه روپۍ وركول پكار دي نو جېكب آباد لپاره 200 روپۍ وركول غواړي٬ ده ووئېل كه چرې اسلام آباد لپاره 200 كروړه روپۍ وركول دي نو بايد جېكب آباد لپاره 400 كروړه روپۍ وركړې شي ولې چې دا د دوي حق دے۔ ده ووئيل د جېكب آباد وګړي ھغه هومره عزت داره او خوشحاله پكار دي څومره چې د اسلام آباد ٬ لاهور، کراچۍ او کوئټې ۔ وزیراعظم په سخته ګرمۍ كښې په غونډه كښې د زياتو خلقو د ګډون ستائنه كولو سره ووئيل په خاص توګه دې غونډه كښې د مېرمنو په لويه شمېره ګډون د ستائنې دے ۔ ده ووئيل خلقو څه امېدونه راوړي او چې كومه جذبه زه وينم زه محسوسوم چې دوي ډېر مايوسه كړې شوې ٬ده ووئېل كه چرې نه وې مايوسه كړې شوې نو په دومره سخته ګرمۍ كښې د غرمې په يوه بجه به په دومره لويه شمېره خلق په ولوله او جذبه دلته نه وو ناست۔ وزيراعظم ووئيل دوي اميد لري چې ان شاء الله حالات به بدلېږي او زه باور دركوم چې حالات به بدلېږي۔ وزیراعظم ووئيل زه د سندھ واكمنو نه پوښتنه كوم چې د دې وروڼو خوېندو به مو څه خيال ساتلې خو وي؟ ده ووئېل دلته سكولونه ٬ سړكونه او روغتونونه او پرمختګ پكار ؤ٬ د څښلو پاكې اوبه نشته ٬ ماته ووئيل شول پاكستان كښې د هېپاټائټس بي د ټولو نه زيات كېسونه په جېكب آباد كښې رامخې ته كېږي او د ټولو نه زيات د كېنسر كېسونه هم جېكب آباد كښې دي كومه چې د افسوس او خفګان خبره ده٬ ده ووئېل دلته غربت او بې روزګاري ده۔۔ وزیراعظم ووئيل حكومتونه يوازې واكمنۍ لپاره نه وي ٬ د اولس دړد محسوسولو ته حكومت وئيلې شي۔۔ ده ووئيل كراچۍ ته لاړ شې نو هر خوا خځلې او خاورې الوزي۔ ده ووئيل مونږ چې كله واك ترلاسه كړې نو وړومبې مو امن راوستې٬ په كال 1991 كښې مو په سندھ او په خاص توګه كليواليو سيمو كښې امن راوستې٬ وزيراعظم جېكب آباد كښې د څښلو اوبو٬ د سړكونو بيا رغونه د ښار ښكلا او د اولس خېر ښګړې لپاره د لس كروړه روپو اعلان كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې دا فنډ به په ښه ډول خرڅ كړې شي او د دې نګرانۍ له به هم يوه ډله جوړولې شي٬ دا فنډ به د اولس په خېرښګړې خرڅ كولې شي۔ وزیراعظم مېرمنو لپاره د جديد ووكېشنل ټرېننګ سنټرجوړولو اعلان وكړو۔ وزیراعظم د مسلم لیګ (ن) ځائي لارښودو په غوښتنه جېكب آباد پاره د سل ټرانسفارمرو اعلان كولو سره ووئيل اسلام آباد ته رسېدو سره به د دې باقاعده منظوري هم وركوٶ۔ وزیراعظم د جېكب آباد كليو ته د برېښنا او ګاز وركول ٬ پاسكو سنټر جوړول او د قامي صحت كارډ اجراء پشمول د ګڼ شمېرو منصوبو د جامع پېكج اعلان هم وكړو۔ ده ووئيل ان شاء الله په څو ورځو كښې به په دې لړ كښې يوه ډله راولېږلې شي او په سمدستي توګه به د سروے نه پس هېلت كارډونه وركولې شې۔ وزیراعظم ووئيل زه چې څه وايم عملي كوم ئې او عملي كوم به ئې۔ وزیراعظم د وېنې د كېنسر رنځور د 30 كلنه پروېز احمد د درملنې اعلان هم وكړو۔۔وزیراعظم په د بزرك سياسي لارښود او د قامي اسمبلۍ د پخواني سپيكر الٰهی بخش سومرو ته پېرزونې وړاندې كولو سره ووئۍيل چې زه د الهي بخش سومرو ډېره مننه كوم چې ھغه نن هم مونږ سره موجود دے څوك چې زمونږ مخلص او سپين نېتې ملګرې دے، ۔ دستورې ته د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ٬ او د مسلم ليګ صوبائي لارښودو او ځائي مشرانو هم وېنا وكړه

مزید خبریں