اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وئيلي دي پاکستان د نورو هېوادونو په چارو كښې د لاس نه وهلو په پاليسۍ عمل كوي٬ هند سره د كشمير پشمول د ټولو معاملو هواري لپاره د مقصد وړ او غېر مشروط خبرې غواړو٬ وزیراعظم محمد نواز شریف په هر مهم نړيوال فورم د كشمير مسئله په ښه ډول رامخې ته كوي٬ چين …
پاکستان د نورو هېوادونو په چارو كښې د لاس نه وهلو په پاليسۍ عمل كوي
اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وئيلي دي پاکستان د نورو هېوادونو په چارو كښې د لاس نه وهلو په پاليسۍ عمل كوي٬ هند سره د كشمير پشمول د ټولو معاملو هواري لپاره د مقصد وړ او غېر مشروط خبرې غواړو٬ وزیراعظم محمد نواز شریف په هر مهم نړيوال فورم د كشمير مسئله په ښه ډول رامخې ته كوي٬ چين د سرمايه كارۍ پشمول ګڼ شمېر څانګو كښې د پاكستان لارښودنه هم كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان خو په تېر وخت كښې هم د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې وه چې هند پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او اړي ګړي پشمول په تخريبي كاروائيو كښې ككړ ٶ او دغسې ترهه ګرو سره هم د هند روابط وو د كومو چې مونږ واضح ثبوت لرو۔ده ووئيل د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو پاكستان كښې نيول او د ھغه د هندي نېوي د حاضر سروس سره سره د خپل جرم اعتراف كول د هندي مخ رامخې ته كولو لپاره كافي دي۔ده ووئيل هند پاكستانيان عدم استحكام سره مخ كول غواړي چې دلته پرمختګ او سوكالي را نه شي خو چې كومو ادارو او خلقو په ډېره خوارۍ او په كاميابه كاروائۍ كلبهوشن ياديو نيولې او د هند مكروه څېره د نړۍ په وراندې بې نقابه كړې ھغوې په رښتيا د ډاډګيرنې حقدار دي او ھغوي هڅې د ستائنې وړ دي











