د وزيراعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي سره د برتانوي دارالامرا غړي لارډ قربان حسېن ملاقات

جكارته 13 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي چې پاكستان برتانيې سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔دا خبره ده د برتانيې دارالامرا غړي لارډ قربان حسېن سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو۔د خارجه دفتر وياند ترمخه خاص مرستيال ووئيل پاكستان برتانيې سره اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د تېرو څلورو كلونو په مهال …

جكارته 13 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي چې پاكستان برتانيې سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔دا خبره ده د برتانيې دارالامرا غړي لارډ قربان حسېن سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو۔د خارجه دفتر وياند ترمخه خاص مرستيال ووئيل پاكستان برتانيې سره اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د تېرو څلورو كلونو په مهال د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬اقتصادي پرمختګ او جمهوري استحكام كښې يې د پاكستان ښكاره كاميابۍ رامخې ته كړی۔لارډ قربان حسېن سيمه ايز امن او استحكام او سيمه ايزو رابطو ته د ودې وركولو پھ لړ كښې د پاكستان د هڅو نه هم خبر كړےشو۔خاص مرستيال برتانوي پارلېمنټ كښې د پاكستان او پھ خاص توګه د كشمير مسئلې په اړه په ملاتړ كولو د ده مننه وكړه۔لارډ قربان حسېن د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني اولس او د حكومت قربانو اعتراف وكړو

مزید خبریں