پېنډۍ 13 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د دړد مند انسانيت خدمت لپاره د ميډيكل پرېكټيشنرز كردار ډېر اهميت لري چا له چې په دې مقدسه پېشه كښې بنيادي انساني اقدار ژوندي ساتل پكار دي۔ د زيارت په ورځ د اولس مشر ممنون حسېن د جنرل سرجن د دوه ورځني كلن نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل ډاكټران بائد خپله پېشه …
د دړد مند انسانيت خدمت له د ميډيكل پرېكټيشنرز كردار ډېر اهميت لري چا له چې په دې مقدسه پېشه كښې انساني اقدار ژوندي ساتل پكار دي
پېنډۍ 13 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د دړد مند انسانيت خدمت لپاره د ميډيكل پرېكټيشنرز كردار ډېر اهميت لري چا له چې په دې مقدسه پېشه كښې بنيادي انساني اقدار ژوندي ساتل پكار دي۔ د زيارت په ورځ د اولس مشر ممنون حسېن د جنرل سرجن د دوه ورځني كلن نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل ډاكټران بائد خپله پېشه په زړه پوري ډول ترسره كوي او څوك چې طبي پوهه لري ھغوي له د انسانيت د خدمت ښه معاوضه وركول پكار دي۔ اولس مشر ووئيل د ګڼو چېلنجونو باوجود نړۍ كښې د ډاكټرانو بنيادي كردار كښې هېڅ بدلون نه دې راغلې ولې په دې وروستيو كلونو كښې معاشي او په ټېكنالوجيكل څانګو كښې د تند رفتاره پرمختګ په نيتجه كښې رجحانات او رويي بدلې شوي چې ورسره د ډاكټر او رنځور په اړيكو هم اغيز شوي۔ ده ووئيل د ټېكنالوجيكل څانګې پرمختګ په سوب د ميډيكل تعليم اوس پېچلې او ګران شوے او ډاكټران په تعليمي عمل كښې او د دغې نه پس د روزګار ترلاسه كولو لويو مسئلو سره مخ كېږي اولس مشر د ډاكټرانو د مسئلو په هواري ټېنګار وكړو دغسې چې ډاكټران خپل پېشه وره ژوند كښې كومه بې اطميناني محسوس نه كړي۔ ده ووئيل د كمزوري سروس سټركچر او د انتظامي نوعيت مسئلې د ډاكټرانو د ستونزو ذمه وارې دي۔ اولس مشر ووئيل په دې وضعه كښې نوې ډاكټرانو سره يوازې دوه لارې پاتې شي يو دا چې بزنس اپروچ اختيار كړي كوم سره چې رنځورانو لپاره مسئلې راپېدا كېږي او دوهم د خپلو اسلافو زرين اقدار تر پامه ساتل دي ۔ ده ووئيل كه د ډاكټرانو مالي مسئلې هوارې نه شې نو ورسره به مسئلې او ګيلې رامخې ته شي ۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د دې مسئلو په هواري كښې د ذمه وارو ادارو٬ سماجي تنظيمونو او د تهنك ټېنكس كردار ډېر اهميت لري۔ اولس مشر د جنرل سرجن د نړيوال كنفرنس هركلي كولو سره هيله څرګنده كړه چې د وسله والو ځواكونو ميډيكل ادارو پشمول د هېواد طبي ټولنه به د دې صورتحال غوره حل ولټوي۔ده ووئيل د كنفرنس د تجويزونو په رڼا كښې د ډاكټرانو سوسائټي او د انتظامي چارواكو پشمول ټول همكاران به په يو داسي لائحه جوړولو كښې بريالي شي د كومې په سوب چې به د انسانيت خدمت وكړې شي او اولس لپاره به د اطمينان سوب وګرځي۔ اولس مشر په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې په كنفرنس كښې د خارجي پلاويو ګډون يو بل ګټور اړخ دے چې ورسره به د هېواد ادارې د بهرې نړۍ د تجربو څخه استفاده وكړي۔ دې څخه وړاندې جنرل سرجن آف پاكستان لېفټېننټ جنرال آصف ممتاز سکھیرا استقباليه خطبه اووې ۔ آصف ممتاز سکھیرا اولس مشر ممنوبن حسېن ته د كنفرنس يو يادګاري نشان هم وړاندې كړو۔ په دې موقع د آرمي ميډيكل كور د كردار پحقله يو دستاوېزي فلم هم وړاندې كړې شو











