نيپال كښې د پخواني پوځي افسر په بې دركه كېدو كښې د دښمن د استخباراتي اېجنسو كردار امكان لري

اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي نيپال كښې د پخواني پوځي افسر په بې دركه كېدو كښې د دښمن د استخباراتي اېجنسو كردار امكان لري٬ هند پاكستان كښې په اړي ګړي او د ترهه ګرۍ په هلو ځلو او د ترهه ګرو مالي مرسته كښې ككړ پاتې دے٬ د هند د استخباراتي ادارې "را" د اېجنټ د کلبھوشن یادیو پاكستان كښې د تخریبي هلو ځلو په …

اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي نيپال كښې د پخواني پوځي افسر په بې دركه كېدو كښې د دښمن د استخباراتي اېجنسو كردار امكان لري٬ هند پاكستان كښې په اړي ګړي او د ترهه ګرۍ په هلو ځلو او د ترهه ګرو مالي مرسته كښې ككړ پاتې دے٬ د هند د استخباراتي ادارې “را” د اېجنټ د کلبھوشن یادیو پاكستان كښې د تخریبي هلو ځلو په اړه نه رد كېدونكې شواهد لرو ٬ مقبوضه كشمېر كښې د قابضو هندي ځواكونو په شتوالي كښې ټاكنې نه تسليموو٬ د كشمير كشاله د ځائي اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې په آزاده او سپېځلو رائيو د لارې هوارېدې شي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وكړې ۔ د كرنل (ر)حبیب ظاهر په نيپال كښې د بې دركه كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پوځ پخوانې افسر د ريټائر كېدو څو كلونه شوي دي ٬ ھغه د روزګار په لړ كښې نيپال ته تللې ٶ ٬ د پخواني پوځي افسر د بې دركه كېدو معامله كښې د دښمن استخباراتي اېجنسو كردار امكان لري ولې چې د ھغه ورور هم په اېف آئي آر كښې د دښمن اېجنسۍ په نښه كړې۔ ده ووئيل د ھغه درك لګولو او راخوشي كولو له د نيپال حكومت سره په تماس كښې يو۔ وياند بلوچستان كښې د نيولي شوي هندي جاسوس كلبهوشن يادويو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل كلبهوشن ياديو پاكستان كښې په تخريبي كاروائيو كښې ككړ او په موقع نيولې شوې او ھغه د خپلو ټولو جرمونو اعتراف هم كړې ٬ ده ووئېل د ھغه د نيولو نه پس پاكستان كښې د ترهه ګرو نېټ ورك ختم شوې ۔ وياند ووئيل د دوهم خارجه سېكتر په مشرۍ كښې پاكستانې پلاوې به د افغانستان امن پحقله كنفرنس كښې ګډون كوي٬ كنفرنس به (نن) په ماسكو كښې كېږي٬ د پاكستان پشمول 12 هېوادونه به پكښې ګډون كوي۔ وياند ووئيل ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مسقتل استازې مليحه لودهي ملاله يوسفزئۍ د ملګرو ملتونو د خاص استازي په ټاكلې كېدو د ھغې په درناوي كښې مېلمستياﺀ وركړې او دغسې د كاناډا په پايه تخت اوټاٶا كښې د پاكستاني هائي كمشنر هم د ملالۍ په درناوي كښې مېلمستيا وركړې وه

مزید خبریں