اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي هېواد كښې امن راوستو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ضرب عضب څخه وروستو ردالفساد عملياتو سره به حالاتلا ښه شي٬حكومت د لوبو ودې له ګامونه پورته كولو سره سره د ځوانانو بشپړه ډاډګيرنه هم كوي۔ده د شورو په ورځ پاكستان سپورټس كمپلېكس كښې د ټينس چيمپئين شپ 2017 د انعامونو وېشلو دستورې ته …
هېواد كښې امن ته حكومت پام لرنه كوي٬ضرب عضب نه پس به ردالفساد عملياتو سره حالات لا ښه شي
اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي هېواد كښې امن راوستو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ضرب عضب څخه وروستو ردالفساد عملياتو سره به حالاتلا ښه شي٬حكومت د لوبو ودې له ګامونه پورته كولو سره سره د ځوانانو بشپړه ډاډګيرنه هم كوي۔ده د شورو په ورځ پاكستان سپورټس كمپلېكس كښې د ټينس چيمپئين شپ 2017 د انعامونو وېشلو دستورې ته خطاب كولو۔اسحاق ډار ووئيل پاكستان كښې حالات ښه شوي ٬د هېواد معيشت هم د پرمختګ په لوري روان دے٬مونږ له به هېواد په ګډه مخ په وړاندې بوتلل وي۔وفاقي وزير پھ دې اړه د موسمي بدلونونه تر نظره ساتلو د بوټو لګولو په اهميت زور راوړو او په دې لړ كښې يې د پاكستان سپورټس كمپلېكس د منتظيمونو ګامونه وستائېل۔ده په ټينس چېمپئين شپ كښې كاميابو لوبغاړو ته مباركي وركړه او د متنظيمونو هڅې يې وستائېلې۔د دستورې په پايه كښې وفاقي وزير لوبغاړو له شيلډز هم وركړل











