د پاكستان او بېلاروس اړيكې د تېرو دوو كلونو په مهال په تندۍ سره مخ په وړاندې تللې٬دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركوي

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د بېلاروس د نمائندګانو د ايوان چيئرمېن ولادي مير اندرے چينكو او د هغه پلاوي ليدلې دي ۔وزيراعظم د ده هركلې كولو سره ووئيل د پاكستان او بېلاروس اړيكې د تېرو دوو كلونو په مهال په تندۍ سره مخ په وړاندې تللې٬دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركوي٬د دوه اړخيزه اړيكو لا پراختيا لپاره …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د بېلاروس د نمائندګانو د ايوان چيئرمېن ولادي مير اندرے چينكو او د هغه پلاوي ليدلې دي ۔وزيراعظم د ده هركلې كولو سره ووئيل د پاكستان او بېلاروس اړيكې د تېرو دوو كلونو په مهال په تندۍ سره مخ په وړاندې تللې٬دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركوي٬د دوه اړخيزه اړيكو لا پراختيا لپاره د پارلمانونو ترمينځه روابط ضروري دي۔ده ووئيل پارلمانونه د اولس په كچه رابطو٬تفاهم او شريكې ګټې له د مرستې زياتولو لپاره د پل كردار ترسره كوي۔وزيراعظم د پاكستان بېلاروس فرينډ شپ ډلو لخوا د دواړو هېوادونو د پارلماني غړو تږ راتږ له تجويز وركړو۔ده پلاوې د هېواد د معيشت نه خبر كړو او وې وئېل د پاكستان معيشت وده كوي٬د كركيلې٬فارماسيوټيكل٬لائيټ انجينئرنګ٬د مشينرۍ جوړولو او د تېل او ګاز په اړه د سرمايه كارۍ لويې موقعې لري۔وزيراعظم د پاكستان او بېلاروس د شريك اقتصادي كميسون په مارچ 2017 كښې كراچۍ كښې په څلورمه غونډه د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل دا ډول غونډې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې زياتولو لپاره غوره موقعې رامخې ته كوي۔په دې موقع ولادي مير اندرے چينكو د وزيراعظم مننه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو اړيكې به لا قوي شي۔په بېلاروس پھ پلاوي كښې د بېلاروس د خوراك او كركيلې وزير او د پارلمان غړو سره په پاكستان كښې د بېلاروس سفير شامل وو۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬د خارجه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار اويس خان لغاري او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو

مزید خبریں