اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي د ځوانانو په اړه سوچ كول او د هغوي ښه والې له اقداماتو ته اړتيا ده ځكه چې ځوانان زمونږ د سباؤن سرمايه ده ٬ ځوانان دې جدید علوم ترلاسه كولو سره د علم د انقلاب برخه وګرځي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ بیکن هاؤس سکول دستورې ته …
ځوانان دې جدید علوم ترلاسه كولو سره د علم د انقلاب برخه وګرځي،وفاقی وزیر احسن اقبال
اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي د ځوانانو په اړه سوچ كول او د هغوي ښه والې له اقداماتو ته اړتيا ده ځكه چې ځوانان زمونږ د سباؤن سرمايه ده ٬ ځوانان دې جدید علوم ترلاسه كولو سره د علم د انقلاب برخه وګرځي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ بیکن هاؤس سکول دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل جدید علوم ترلاسه كول د ځوانانو كامياب سباؤن له ضروري دي، خود اعتمادۍ او مثبت سوچ د کامیابی ضمانت دے ، ده ووئيل ما په خپل 30 كاله پیشه وره ژوند كښې پھ زړه پورې هلې ځلې كړي۔ ده ووئيل کامیاب ژوند له خواب ، پريكړې ، کارکردګی ، نظما و ضبط پابندی ، او د لوے څښتن مرسته ضروری ده۔ ده ووئيل پاکستان تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے او په وړومبي ځل 5 فیصده زياتوالې شرح به ترلاسه شي ۔ زده كونكې دې خواري وكړي هم دغه د کامیابۍ راز دے۔ وفاقی وزیر د کاکردګۍ څرګندونه كونكو زدكونكو له مبارکي وركولو سره ووئيل د هېواد د سباؤن لارښود سره زما مووجودګي ما لپاره د اعزاز خبره ده











