اسلام آباد11 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ډیفنس اسټډیز يوه مهمه او حساسه څانګه ده ٬د كومې تعليم لپاره جې خاص پوهې ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې نېشنل ډیفنس پوهنتون مهم خذمات ترسره كوي۔ دا خبره ده د نېشنل ډیفنس پوهنتون د سېنېټ غونډې ته خطاب كښې وكړه كومه چې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې چیئرمین جوائنټ چیفس آف …
ډیفنس اسټډیز يوه مهمه او حساسه څانګه ده ٬د كومې تعليم لپاره چې خاص مهارت ته اړتيا ده
اسلام آباد11 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ډیفنس اسټډیز يوه مهمه او حساسه څانګه ده ٬د كومې تعليم لپاره جې خاص پوهې ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې نېشنل ډیفنس پوهنتون مهم خذمات ترسره كوي۔ دا خبره ده د نېشنل ډیفنس پوهنتون د سېنېټ غونډې ته خطاب كښې وكړه كومه چې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټی جنرال زبېر محمود حیات، چیف آف نېول اسټاف اېډمرل ذکاء اﷲ، د لوړو زده كړو كمېسيون چيئرمېن ډاکټر مختار احمد او نورو غړو ګډون وكړو۔ اولس مشر په تعليمي مېدان كښې د نېشنل ډیفنس پوهنتون د كردار ستائنه كولو سره امر وكړو چې د ادارې فېكلټي بايد لا مستحكمه كړې شي۔ اولس مشر د اېن ډي يو سېنېټ د موده ترسره كوؤنكو غړو خذمات وستائل او د کامسېټس انسټیټیوټ آف انفارمیشن ټیکنالوجی اېګزیکټو ډائرېکټر ډاکټر جنېد زېدی او د جناح وومن پوهنتون وائس چانسلرې ډاکټر ثمینه امین قادري په شمول 6 نوو غړو ته ئې هركلې ووې۔ غونډه كښې په بېلا بېلو تعليمي او انتظامي چارو بشپړ بحث وشو او وروستو مهمې پرېكړې وشوې۔ غونډه كښې د پوهنتون بجټ هم وړاندې كړې شو۔ سېنېټ پوهنتون ته سپارښتنه وكړه چې د بجټ موجوده وضعه ښه كړي او پوهنتون بايد خپلې وسيلې وكاروي او په خپلو پښو ودرېږي۔ د لوړو زده كړو كمېسن چيئرمېن په دې مهال باور وركړو چې زمونږ اداره به د پوهنتون مرسته روانه ساتي۔











