د نیوکلیئر سپلائر ګروپ غړيتوب لپاره د بېلاروس ملاتړ ته د قدر په سترګه ګورو

اسلام آباد ۔ 11 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان بېلا روس د سيمې يو مهم هېواد ګڼيِ او د دواړو هېوادونو ګټې له د بېلو څانګو په اړه شريكو اړيكو ته وده وركول غواړي۔ په پاك چين اقتصادي راهداري منصوبه كښې د بېلاروس د ګډون كولو خوښي خوشبينه ده۔ هيله ده دې سره به منطقه كښې د پرمختګ رفتار تند شي۔ ده دا خبره …

اسلام آباد ۔ 11 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان بېلا روس د سيمې يو مهم هېواد ګڼيِ او د دواړو هېوادونو ګټې له د بېلو څانګو په اړه شريكو اړيكو ته وده وركول غواړي۔ په پاك چين اقتصادي راهداري منصوبه كښې د بېلاروس د ګډون كولو خوښي خوشبينه ده۔ هيله ده دې سره به منطقه كښې د پرمختګ رفتار تند شي۔ ده دا خبره د جمهوريه بېلا روس د قامي اسمبلۍ چيئرمېن ولادي مير اېنډري چينكو سره د نهې په ورځ ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ٬ د خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن سردار اوېس لغاري او نور مشران چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې زياتولو له د بېلا روس د سياسي مشرتابه هڅې ستائلو سره هيله ولرله سږ كال اګست كښې د بېلا روس د وزيراعظم دوره به د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كېدو له مرستياله وګرځي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د نیوکلیئر سپلائر ګروپ غړيتوب لپاره د بېلاروس ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د دواړو هېوادونو ترمينځھ په ګډه كار ډېر مهم دے۔ ده د یونیورسل پوسټل یونین انتظامې کونسل كښې چوكۍ لپاره د پاكستاني كانديد په ملاتړ د بېلاروس مننه وكړه۔ اولس مشر د دفاع اوتربيې په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مرستې په لا پراخا كولو زور راوړو۔ اولس مشر ووئيل په بیلاروس پوهنتون كښې اردو چیئر او پاكستان كښې د بېلا روس چيئر جوړېدل د زده كړو او كلتور په مېدان كښې د دوه اړخيزه اړيكو په لړ كښې مثبت پېشرفت دے۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ولادی میر اېنډری چینکو ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې زياتول غواړي۔ ده د دواړو هېوادونو ګټې له د بېلو منصوبو په پېل كولو زور راوړو۔ده ووئيل د بېلا روس داروګانو جوړولو په اړه د سرمايه كارۍ پراخا امكانات شته۔ ده ووئيل دا مهال 50 طالبعلمان بېلا روس كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده د اولسي رابطو زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د زده كړو او كلتور په مېدان كښې د مرستې زياتولو حاجت هم رامخې ته كړو۔ ده د بېلا روس اولس مشر او اولس لخوا د پاكستان حكومت او اولس له د نېكې هيلو پېغام هم ورسوو۔ اولس مشر ممنون حسېن هم د پاكستان حكومت او اولس لخوا د بېلا روس اولس مشر او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں