اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د وطن د فضائي پولو په دفاع كښې د پاك فضائيه كردار ستائيلو سره وئيلي دي چې حكومت به پاك فضائيه ته لا پرمختګ وركولو لپاره ټولې ضروري وسيلې وركول باوري كوي۔ ده دا خبره د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل سهېل امان سره د ملاقات په مهال وكړه كوم چې وزيراعظم سره د ګل په ورځ په …
حكومت به پاك فضائيه ته لا پرمختګ وركولو لپاره ټولې ضروري وسيلې وركول باوري كوي
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د وطن د فضائي پولو په دفاع كښې د پاك فضائيه كردار ستائيلو سره وئيلي دي چې حكومت به پاك فضائيه ته لا پرمختګ وركولو لپاره ټولې ضروري وسيلې وركول باوري كوي۔ ده دا خبره د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل سهېل امان سره د ملاقات په مهال وكړه كوم چې وزيراعظم سره د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك فضائيه مشر وزيراعظم د پاكستان ائيرفورس د وظيفه اي او عملي تيارو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې پاكستان ائير فورس په قومي دفاع كښې تل مهم كردار ترسره كړې۔ د ده حكومت به د پاك فضائيه لا پرمختګ لپاره ټولې ضروري وسېلې وركول باوري كوي











