اسلام آباد/ ننكانه صاحب 09 اپرېل (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې سي پېك د پاكستان پشمول د ټولې منطقې د خوشحالې سبب جوړ شوے۔ د ګاز وركولو پروژې د پرانسې په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د وزيراعظم د هغه وژن تخليق دے …
سي پېك د پاكستان پشمول د ټولې منطقې د خوشحالې سبب جوړ شوے۔ برجېس طاهر
اسلام آباد/ ننكانه صاحب 09 اپرېل (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې سي پېك د پاكستان پشمول د ټولې منطقې د خوشحالې سبب جوړ شوے۔ د ګاز وركولو پروژې د پرانسې په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د وزيراعظم د هغه وژن تخليق دے كوم چې ده دوه لسيزې وړاندې د موټروے په صورت كښې پېل كړے و۔ ده ووئيل چې د كال 1990 په لسيزه كښې وزيراعظم نواز شريف د موټروے پروژه منځني اسيائي هېوادونو ته د رسنې نظرئې له مخې پېل كړې وه۔ ده ووئيل چې نن د روسيې او د برتانيې لخوا په دې پروژه كښې دلچسپي دا څرګندوي چې د وژن او نظر په لحاظ په دې منطقه كښې د وزيراعظم نواز شريف ثاني نشته۔ ده ووئيل چې د دې پروژې په نتيجه كښې به د زوزګار د لكونو په شمېر موقعې پېدا شي او د خلقو په ژوند كښې به خوشحالي راشي











